د افغانستان په اړه نړيوال كنفرنس به د جولائي په 10مه نېټه په سعودي كښې پېل كېږي

رياض 07 جولائي (اے پي پي) د افغانستان په اړه نړيوال كنفرنس به د جولائي په 10مه نېټه په سعودي كښې پېل كېږي۔ د سعودي ورځپاڼې راپور له مخې سعودي به د جولائي په 10مه او 11مه نېټه په جده او مكه مكرمه كښې په افغانستان كښې سولې او ثبات لپاره د اسلامي علماوو د نړيوال كنفرنس كوربتوب كوي۔ په راپور كښې وئيلي شوي دي چې په دې كنفرنس كښې …

رياض 07 جولائي (اے پي پي) د افغانستان په اړه نړيوال كنفرنس به د جولائي په 10مه نېټه په سعودي كښې پېل كېږي۔ د سعودي ورځپاڼې راپور له مخې سعودي به د جولائي په 10مه او 11مه نېټه په جده او مكه مكرمه كښې په افغانستان كښې سولې او ثبات لپاره د اسلامي علماوو د نړيوال كنفرنس كوربتوب كوي۔ په راپور كښې وئيلي شوي دي چې په دې كنفرنس كښې به نه يوازې د افغانستان نامتو علما كرام ګډون كوي بلكې په دې كښې به د ټولې نړۍ كښې ټاكل شوي علما هم ګډون كوي۔ د كنفرنس مقصد په افغانستان كښې د سولې په راوستلو كښې مرسته كول او د هر ډول ترهګرې٬ انتهاخوښې او شدت خوښې غندنه كول دي۔

مزید خبریں