تهران 07 جولائي (اے پي پي) په اېران كښې په كال 2017م كښې د هېواد په پارلمان او د آيت الله روح الله خميني په مزار په ترسره شويو بريدونو كښې ككړو 8 كسانو ته پاڼسي وركړې شوه۔ د اېران د رسنيو ادارو د دې خبر تصديق كړے۔ د جون په 7مه نېټه كال 2017م كښې په تهران كښې د پارلمان په ودانې او د خميني په مزار په ترسره …
په اېران كښې تېر كال په پارلمان ترسره شوي بريد كښې ككړو 8 كسانو ته پاڼسي وركړې شوه

مزید خبریں
تهران 07 جولائي (اے پي پي) په اېران كښې په كال 2017م كښې د هېواد په پارلمان او د آيت الله روح الله خميني په مزار په ترسره شويو بريدونو كښې ككړو 8 كسانو ته پاڼسي وركړې شوه۔ د اېران د رسنيو ادارو د دې خبر تصديق كړے۔ د جون په 7مه نېټه كال 2017م كښې په تهران كښې د پارلمان په ودانې او د خميني په مزار په ترسره شويو بريدونو كښې 18 كسان مړه او د 50 نه زيات ژوبل شوي وو۔ په بريدونو كښې د ككړو 12 نه د زياتو كسانو په ضد اوس هم عدالتي كارروائي روانه ده۔ د دې بريد په ځواب كښې پاسدران انقلاب په ختيزه سوريه كښې د داعش په اډه د مېزائل بريد هم كړے و۔








