استنبول 07 جولائي (اے پي پي) د تركيې د استنبول ښار يو عدالت 6 خبريالانو ته تر لس كلونو پورې د قېد سزا اورولې۔ د المان خبر رسنې ادارې له مخې چارواكو وئيلي دي چې په دې تورنو د ترهګرې په اړه تورونه ثابت شوي وو۔ په دې كېس كښې د يوولس كسانو په ضد مقدمې چلول شوې دي كوم چې په جولائي كال 2016م كښې د ناكام پوځي بغاوت …
په تركيه كښې شپږو خبريالانو ته د قېد سزا اورول شوې

مزید خبریں
استنبول 07 جولائي (اے پي پي) د تركيې د استنبول ښار يو عدالت 6 خبريالانو ته تر لس كلونو پورې د قېد سزا اورولې۔ د المان خبر رسنې ادارې له مخې چارواكو وئيلي دي چې په دې تورنو د ترهګرې په اړه تورونه ثابت شوي وو۔ په دې كېس كښې د يوولس كسانو په ضد مقدمې چلول شوې دي كوم چې په جولائي كال 2016م كښې د ناكام پوځي بغاوت نه پس نيول شوي وو۔ دې تورنو د زمان په نوم ورځپاڼې لپاره كار كولو يا ئې كالمونه ليكل۔ د بشري حقونو ډلو د دې مقدمو په سپېځلتيا نيوكه كړې ده۔








