اسلام آباد 05 جولائي (اے پي پي) پاكستان تحريك انصاف وئيلي دي چې بلين ټري پروژه ورلډ اكنامك فورم٬ ورلډ وائلډ لائف فنډ٬ بون چېلنج او د آئي يو سي اېن پشمول يو شمېر نړيوالو ادارو ستائيلې۔ د پي ټي آئي د مركزي مېډيا څانګې مشر افتخار دراني وئيلي دي چې د بلين ټري پروژې په اړه قومي ادارې سپاركو هم تحقيقاتي راپور جاري كړے۔ سپاركو وړومبې وفاقي اداره ده …
بلين ټري پروژه ورلډ اكنامك فورم٬ ورلډ وائلډ لائف فنډ٬ بون چېلنج او د آئي يو سي اېن پشمول يو شمېر نړيوالو ادارو ستائيلې٬ د پروژې په اړه قومي ادارې سپاركو هم تحقيقاتي راپور جاري كړے٬ د 22 اربه په ځائ په 13 اربه روپې پروژه ترسره كول د پښتونخوا د پخواني حكومت پياوړې پروژه ده۔ پاكستان تحريك انصاف
اسلام آباد 05 جولائي (اے پي پي) پاكستان تحريك انصاف وئيلي دي چې بلين ټري پروژه ورلډ اكنامك فورم٬ ورلډ وائلډ لائف فنډ٬ بون چېلنج او د آئي يو سي اېن پشمول يو شمېر نړيوالو ادارو ستائيلې۔ د پي ټي آئي د مركزي مېډيا څانګې مشر افتخار دراني وئيلي دي چې د بلين ټري پروژې په اړه قومي ادارې سپاركو هم تحقيقاتي راپور جاري كړے۔ سپاركو وړومبې وفاقي اداره ده كومې چې په آزادې سره د پروژې جاج اخستې۔ سپاركو د نويو لګولو شويو ونو او د تباهې څخه د بچ كړې شويو ځنګلاتو معائنه كړې۔ ده ووئيل چې د سپاركو د تحقيقاتو له مخې په نويو ونو كرلو كښې كاميابې سره د نمو شرح 88 فيصد ده۔ د بلين ټري پروژې له مخې د وړاندې نه د موجود ونو د تحفظ شرح 78 فيصد ده۔ افتخار دراني ووئيل چې بلين ټري پروژه د تحريك انصاف چيئرمېن د راتلونكو نسلونو په اړه د وژن غوره عكس دے۔ يوازې په 13 اربه روپو كښې د هېواد د تاريخ د ونو كرلو تر ټولو لوي كمپاون دلارې د يو ارب 15 كروړه نه زياتې ونې كرل شوې دي۔ ده ووئيل چې د پروژې ابتدائي اندازه 22 اربه روپې لګول شوې وه۔ د 22 اربه په ځائ په 13 اربه روپې پروژه ترسره كول د پښتونخوا د پخواني حكومت پياوړې پروژه ده۔ د بلين ټري پروژې د لارې پاكستان په ټوله نرۍ كښې لوي عزت ترلاسه كړے










