سماجي او اقتصادي پرمختګ د بشري وسائلو پرمختګ نه غېر ممكن نه دے ٬دې مقصد لپاره په هېواد كښې نورې اعلٰی تعليمي ادارې جوړېږي

اسلام آباد 02 جولائي (اے پي پي)اولس مشر ممنون حسېن وئېلي دي سماجي او اقتصادي پرمختګ د بشري وسائلو پرمختګ نه غېر ممكن نه دے٬دې مقصد لپاره په هېواد كښې نورې اعلٰی تعليمي ادارې جوړېږي۔ده دا خبره د ګل په ورځ پھ ايوان صدر كښې د بلتستان پوهنتون وائس چانسلر ډاكټر محمد نعيم خان سره په خپلو خبرو كښې كړې چې پكښې اولس مشر هغه له په ذمه وارو سنبهالولو …

اسلام آباد 02 جولائي (اے پي پي)اولس مشر ممنون حسېن وئېلي دي سماجي او اقتصادي پرمختګ د بشري وسائلو پرمختګ نه غېر ممكن نه دے٬دې مقصد لپاره په هېواد كښې نورې اعلٰی تعليمي ادارې جوړېږي۔ده دا خبره د ګل په ورځ پھ ايوان صدر كښې د بلتستان پوهنتون وائس چانسلر ډاكټر محمد نعيم خان سره په خپلو خبرو كښې كړې چې پكښې اولس مشر هغه له په ذمه وارو سنبهالولو مباركي وركړه۔اولس مشر ووئيل د بلتستان پوهنتون جوړېدو سره به شمالي سيمو كښې د تعليم آسانۍ زياتې شي۔ده هيله څرګنده كړه چې نوې پوهنتون به د هېواد ښه تعليمي ادارې جوړېدو كښې مهم كردار ترسره كړي۔ده وائس چانسلر ته د پوهنتون د سېنېټ٬سينډيكېټ٬اكېډمك كونسل او سلېكشن بورډ زر تر زره جوړولو سپارښتنه وكړه۔دغسې چې د پوهنتون چارې په ښه ډول ترسره شي۔په دې موقع وائس چانسلر اولس مشر له باور وركړو چې د بلتستان پوهنتون ښه والي له به ټول وسائل كارولې شي