كابل 01 جولائي (اے پي پي) د افغانستان اولس مشر خپلو ملي ځواكونو ته هدايت كرے چې هغوي دې د طالبانو په ضد عمليات بېرته پېل كړي۔ د روژې د مياشتې په پاې كښې افغان اولس مشر د يو څو ورځو د ډزبندې اعلان كړے و او د دې په ځواب كښې طالبانو هم د وړوكي اختر په موقع د درې ورځو ډزبندې اعلان كړے و۔ د ډزبندې د خاتمې …
افغان پوځ دې د طالبانو په ضد عمليات بېرته پېل كړي۔ اشرف غني

مزید خبریں
كابل 01 جولائي (اے پي پي) د افغانستان اولس مشر خپلو ملي ځواكونو ته هدايت كرے چې هغوي دې د طالبانو په ضد عمليات بېرته پېل كړي۔ د روژې د مياشتې په پاې كښې افغان اولس مشر د يو څو ورځو د ډزبندې اعلان كړے و او د دې په ځواب كښې طالبانو هم د وړوكي اختر په موقع د درې ورځو ډزبندې اعلان كړے و۔ د ډزبندې د خاتمې نه پس د طالبانو لخوا بريدونه زيات شوي دي۔ د المان خبر رسنې ادارې له مخې اولس مشر اشرف غني په دې اړه وئيلي دي چې اوس پرېكړه طالبانو ته كول دي چې هغوي كله امن غواړي۔ په كابل كښې د خبري كنفرنس په موقع افغان اولس مشر جامع مذاكرات هم د هېواد سلامتيا لپاره مهم وبلل۔







