ولادي مير پيوټن سره به د سوريې او يوكرېن په چارو خبرې كوم۔ اولس مشر ټرمپ

واشنګټن 30 جون (اے پي پي) د امريكې اولس مشر ډونلډ ټرمپ وئيلي دي چې هغه به راتلونكې مياشت د روسيې اولس مشر ولادي مير پيوټن سره د سوريې او د يوكرېن په شان په چارو خبرې كوي۔ د نړيوالې مېډيا له مخې نيو جرسي ته تللو په مهال د امريكې په صدارتي الوتكه كښې خبريالانو سره په خبرو كښې اولس مشر ټرمپ ووئيل چې هغه به د روسيې اولس …

واشنګټن 30 جون (اے پي پي) د امريكې اولس مشر ډونلډ ټرمپ وئيلي دي چې هغه به راتلونكې مياشت د روسيې اولس مشر ولادي مير پيوټن سره د سوريې او د يوكرېن په شان په چارو خبرې كوي۔ د نړيوالې مېډيا له مخې نيو جرسي ته تللو په مهال د امريكې په صدارتي الوتكه كښې خبريالانو سره په خبرو كښې اولس مشر ټرمپ ووئيل چې هغه به د روسيې اولس مشر سره د امريكې په انتخاباتو كښې د روسيې د مداخلې په معامله هم خبرې كوي۔ د يادونې وړ ده چې د روسيې حكومت وئيلي دي چې دا ملاقات به راتلونكې مياشت په فن لېنډ كښې كېږي۔

مزید خبریں