تهران۔ 29 جون (اے پي پي) د ايران خارجه وزير محمد جواد ظريف وئيلي دي منطقه كښې د كېميائي وسلو كارولو د جاري لړۍ اصل ذمه وار امريكا او اسرائيلي دي۔ د ایران خبر رسنې دارې له مخې جواد ظريف خپل يو پېغام كښې وئيلي دي منطقه كښې يو ځل بيا په عراق او سوريه كښې د داعش ترهګرې ډلې ته د تسلط خوښو قواؤ لخوا د وركړې شوې كېميائي …
د کېمیائي وسلو اصل ذمه وار امريكا او اسرائيل دي۔ ايران

مزید خبریں
تهران۔ 29 جون (اے پي پي) د ايران خارجه وزير محمد جواد ظريف وئيلي دي منطقه كښې د كېميائي وسلو كارولو د جاري لړۍ اصل ذمه وار امريكا او اسرائيلي دي۔ د ایران خبر رسنې دارې له مخې جواد ظريف خپل يو پېغام كښې وئيلي دي منطقه كښې يو ځل بيا په عراق او سوريه كښې د داعش ترهګرې ډلې ته د تسلط خوښو قواؤ لخوا د وركړې شوې كېميائي وسلې كارولې شوې او د دې ټوله ذمه واري په امريكا او اسرائيل ده ۔ ده ووئيل د اتومي وسلو بندېز په لوظنامه كښې شاملېدو په حېث ايوان د لوظنامې نورو هېوادونو سره په شريكه امريكې څخه غوښتنه كوي چې ھغه د كنونشنز پابندي وكړي او د نړيوالو تنظيمونو په نګرانۍ كښې خپلې اتومي وسلې تلف كړي۔ محمد جواد ظریف ووئيل مېنځنې ختيز د اتومي وسلو څخه د پاكولو په لاره كښې خڼډان پېدا كولو سره دې حساس سيمه كښې د دې ډول خطرناكو وسلو د لړۍ روانې ساتلو ذمه واره هم امريكا او اسرائيل دي ۔







