د افغانستان په شمالي او ختيزو ولايتونو كښې د طالبانو په بريدونو كښې د امنيتي اهلكارو پشمول 30 كسان مړه شول

كابل 28 جون (اے پي پي) د افغانستان په شمالي او ختيزو ولايتونو كښې د طالبانو په بريدونو كښې د امنيتي اهلكارو پشمول 30 كسان مړه شوي دي۔د اروپائي مېډيا له مخې د افغانستان په شمالي تخار ولايت كښې په يو شمېر چېك پوستونو د طالبانو په بريدونو كښې 14 پوليس سرتېري مړه٬دوه ژوبل او شپږ بې دركه شوي دي۔د ولايت والي وياند سنت الله تيمور له مخې د طالبانو …

كابل 28 جون (اے پي پي) د افغانستان په شمالي او ختيزو ولايتونو كښې د طالبانو په بريدونو كښې د امنيتي اهلكارو پشمول 30 كسان مړه شوي دي۔د اروپائي مېډيا له مخې د افغانستان په شمالي تخار ولايت كښې په يو شمېر چېك پوستونو د طالبانو په بريدونو كښې 14 پوليس سرتېري مړه٬دوه ژوبل او شپږ بې دركه شوي دي۔د ولايت والي وياند سنت الله تيمور له مخې د طالبانو لخوا دا بريدونه په چاه آب ولسوالۍ كښې د شورو او زيارت په مينځنۍ شپه شوي ۔د طالبانو وياند لخوا پھ جاري شوي بيان كښې د دې بريدونو ذمه واري قبوله كړې شوې۔له بلې خوا په ختيز لوګر ولايت كښې د سولې لاريون په ګډون كوونكو بريدونه شوي او په نتيجه كښې يې 11 كسان مړه شوي ۔دا پېښې په چرخ ولسوالۍ كښې رامينځ ته شوي دي ۔په مړو كسانو كښې يوه مېرمن او يو ماشومه هم شامل ده۔د ننګرهار ولايت د ولايتي شورا غړو اسرار الله مراد او د سهراب قادري له مخې د ولايت په دوو ولسوالو كښې د طالبانو په بريدونو كښې پنځه امنيتي اهلكار مړه شوي دي