د طالبانو او افغان دولت ترمينځه هيڅ خبرې اترې نه دې روانې

كابل01 جون(اے پی پی)د افغان طالبانو د امن پټو خبرو اترو په حقله د امريكې يو اعلٰی پوځي اهلكار بيان رد كړې۔د المان د خپرونې ادارې له مخې طالبانو وياند ذبيع الله مجاهد د مېډيا ادارو ته يو لېكلې بيان لېږلې چې پكښې وئېلي شوي په افغانستان كښې د امريكې كمانډر جنرل جان نكلسن د روانې اونۍ په مهال كابل څخه كوم بيان وركړې هغه بې بنسټھ دې۔وياند ووئيل د امريكې چارواكي دا ډول بيانونه په افغانستان كښې په خپلو ناكامو پرده اچولو لپاره وركوي۔دا خبره دې ياده وي چې جنرل نكلسن د شورو په ورځ كابل كښې خپل دفتر څخه پينټاګون كښې د خبريالانو سره په خبرو اترو كښې ادعا كړې وه چې د طالبانو قيادت او افغان دولت استازي خبرو اترو كښې بوښت دي