په مصر كښې په اولس مشر السيسي تنقيد كوونكې تن ونيول شو

قاهره 28 مئي (اے پي پي) په مصر كښې نامتو فعاله كاركن حازم عبدالعظيم نيول شوے۔ د المان خبر رسنې ادارې له مخې عبدالعظيم دوه اونې وړاندې په قاهره كښې نيول شوے۔ په هغه د دروغو د خبرونو خپرولو او غېر قانوني ډلو سره د روابطو تورونه لګېدلي۔ عبدالعظيم څلور كاله وړاندې اولس مشر السيسي لپاره كمپائن چلولې و خو بيا وروستو په السيسي لوي تنقيد كوونكې جوړ شو۔ ده د اولس مشر ملاتړ كول خپله لويه غلطي ګرځولې وه۔ هغه د پخواني اولس مشر حسني مبارك په دور كښې د مواصلاتو دوهم وزير هم پاتې شوے۔