د هند په مهاراشټر ايالت كښې وېټرنري سرجن د غوائي د خېټې نه 85 كلوګرام پلاسټك او نور سامان راوويستلو

نوې ډيلې 28 مئي (اے پي پي) د هند په مهاراشټر ايالت كښې وېټرنري سرجن د غوائي د خېټې نه 85 كلوګرام پلاسټك او نور سامان راوويستلو۔ د هند ورځپاڼې راپور له مخې ياد شوې غوائې يوه مياشت وړاندې روغتون راوړل شوے و۔ وېټرنري سرجن ډاكټر چيتن ونجاري د دوه ساعته اوږد اپرېشن كولو سره د غوائي د خېټې څخه 85 كلوګرام پلاسټك او نور سامان راوويستلو او اوس ئې حالت ښه دے