د اسرائيلي پوځ په ډزو كښې ژوبل شوې فلسطينې ځوان شهيد شو

رام الله 24 مئي (اے پي پي) د فلسطين د روغتيا وزارت وئيلي دي چې يوه اونۍ وړاندې د اسرائيلي پوځ په ډزو كښې ژوبل شوي 15 كلن ځوان په روغتون كښې ساه وركړې۔ د فلسطين د روغتيا وزارت په خپل يو بيان كښې وئيلي دي چې 15 كلن عدي اكرم ابو خليل فلسطيني 8 ورځې وړاندې د عرب اردن په مېنځني ښار رام الله كښې د لاريون په مهال د اسرائيلي په ډزو كښې ژوبل شوے و۔ اسرائيلي ځواكونو په مظاهرچيانو نېغ په نېغه ډزې كړې وې