د انټرنېشنل كركټ كونسل تر سېوري لاندې د آئي سي سي ورلډ كپ كركټ ټورنامنټ 2019ء 30 مئی څخه انګلېنډ كښې پېل كېږي۔ د نړۍ 10 تر ټولو غوره كركټ لوبډلو ترمينځه به مقابلې كولې شوي۔ د آسټریليا لوبډله به د ټائټل دفاع كوي

دبئی ۔ 24 مئی (اے پی پی) د انټرنېشنل كركټ كونسل تر سېوري لاندې د آئي سي سي ورلډ كپ كركټ ټورنامنټ 2019ء 30 مئی څخه انګلېنډ كښې پېل كېږي كوم به چې په 14 جولائی 2019ء پايې ته رسي۔ د آئی سی سی اعلاميې ترمخه میګا ایونټ به انګلېنډ اېنډ وېلز كښې كولې شي۔ آسټریليا لوبډله به د ټائټل دفاع كوي۔ کېنګروز په كال 2015ء كښې ورلډ كپ كښې نيوزي لېنډ ته ماتې وركولو سره د نړيوال چېمپئن جوړېدو اعزاز ترلاسه كړې وو۔ د مئي په 30 مه نېټه د پرانستې مېچ به د انګلېنډ او سوئيلي افريقا ترمينځھ كېږي۔ دفاعی چیمپئن به د جون په اولنۍ نېټه خپل مېچ افغانستان او پاكستان به په 31 مئي وېسټ انډيز سره كوي۔ د ورلډ کپ د شېډول ترمخه دا ايونټ به د 1992 ورلډ كپ په ډول كولې شي۔ ایونټ كښې شريك 10 لوبډلې به خپلو كښې يو يو مېچ كوي۔ دوئي كښې 4 تر ټولو ښه لوبډلې به سيمي فائنل كښې خپل ځائې جوړوي۔ په 46 ورځني ايونټ كښې به په مجموعي توګه 48 مېچونه په 11 بېلو ځايونو كښې كولې شي۔ د ایونټ سیمی فائنلې به په 9 او 11 جولائی كېږي۔ فائنل به په 14 جولائي لارډز كښې او د باران په صورت كښې په 15 جولائي كولې شي