د پاكستان او انګلېنډ ترمينځھ د ټېسټ سيريز اولنې مېچ (نن) كېږي

لندن ۔ 23 مئی (اے پی پی) د پاكستان او انګلېنډ كركټ لوبډلو ترمينځھ په دوه ټېسټونو د مشتمل سيريز اولنې مېچ نن د زيارت په ورځ د مئي په 24 مه نېټه د لندن ښار په لارډز مېدان كښې پېل كېږي۔ دې څخه وړاندې د پاکستان او آئرلېنډ كركټ لوبډلو ترمينځھ شوې يوازنې مېچ پاكستان 5 وكټونو سره ګټلې وو۔ د پاکستان او انګلېنډ كركټ لوبډلو ترمينځھ د سيريز دوهم مېچ به د جون 5 مې نېټې څخه ليډز كښې پېل كېږي۔ دې څخه وروستو به د دواړو لوبډلو ترمينځه د دوه 20 اوريزو مېچونو سيريز وي د كومو اولنې مېچ به چې په 12 جون او دوهم او آخري مېچ به په 13 جون كولې شي۔ دا دواړه مېچونو به ايډن برګ كښې كېږي