په مارېب ولايت كښې د حوثي ياغيانو په بريد كښې 5 كسان مړه او 22 كسان ژوبل شوي دي

صنعا 22 مئي (اے پي پي) د يمن په مارېب ولايت كښې د حوثي ياغيانو په بريد كښې 5 كسان مړه او 22 كسان ژوبل شوي دي۔ د المان خبر رسنې ادارې له مخې د حوثي ياغيانو لخوا د مارېب ښار د يوې ګڼې ګوڼې په ماركيټ د توغوندي بريد شوے او په نتيجه كښې ئې 5 كسان مړه او 22 ژوبل شوي دي۔ مارېب ښار په نړيواله توګه د منل شوي اولس مشر منصور هادي د حكومت په كنټرول كښې دے