په كمبوډيا كښې د زهرجنو اوبو څښكلو په نتيجه كښې 10 كسان مړه او 120 ناروغه شوي دي

نوم پنھـ 06 مئي (اے پي پي) په كمبوډيا كښې د زهرجنو اوبو څښكلو په نتيجه كښې 10 كسان مړه او 120 ناروغه شوي دي۔ چارواكو وئيلي دي چې داسې شك كېږي چې په دې اوبو كښې زهرجن دارو اچول شوي وو۔ وئيلې شوي دي چې د اوبو او خوراك نمونې ترلاسه كړې شوې دي۔ د يادونې وړ ده چې داسې پېښې په تېر وخت كښې هم په دې هېواد كښې رامېنځ ته شوې۔