واشنګټن 03 مئي (اے پي پي﴾ په امريكا كښې د پوځي مال وړونكې الوتكې لوېدو په پېښه كښې 9 كسان مړه شوي دي۔ د فرانس خبر رسنې ادارې له مخې دا الوتكه د سوانا هوائي اډې سره نزدې د اور لګېدو نه پس رانسكوره شوې چې پكښې د عملې 5 غړو پشمول 9 كسان مړه شوي دي۔ د پېټو ريكو ايئر نېشنل ګارډ وياند له مخې په الوتكه كښې د …
امريكا كښې د پوځي مال وړونكې الوتكه رانسكوره شوه ٬ 9 كسان مړه

مزید خبریں
واشنګټن 03 مئي (اے پي پي﴾ په امريكا كښې د پوځي مال وړونكې الوتكې لوېدو په پېښه كښې 9 كسان مړه شوي دي۔ د فرانس خبر رسنې ادارې له مخې دا الوتكه د سوانا هوائي اډې سره نزدې د اور لګېدو نه پس رانسكوره شوې چې پكښې د عملې 5 غړو پشمول 9 كسان مړه شوي دي۔ د پېټو ريكو ايئر نېشنل ګارډ وياند له مخې په الوتكه كښې د عملې سره څلور پوځي اهلكار هم سواره وو۔ ده ووئيل دا الوتكه پنځوس كاله پخوانې وه او مېنټينېنس لپاره روانه وه۔ د پېښې پلټنې پېل كړې شوې ۔ د امريكې اولس مشر ته د پېښې په اړه بريفنګ هم وركړې شوې











