هره ورځ تر درېش دقيقو جسماني هلو ځلو سره د ذيابطين خطر كمېدې شي

لندن 02 مئي (اے پي پي) د برتانيې طبي پوهانو وئيلي دي هره ورځ درېش دقيقې جسماني هلو ځلو سره د ذيابطين خطر تر ډېره كمېدې شي۔ د روغتيا نړيوالې ادارې راپور له مخې په كال 1980 كښې ټوله نړۍ كښې لس كروړه 80 لكه كسان د ذيابطيس په رنځ اخته وو ٬ په كال 2014 كښې دا شمېره 42 كروړه 80 لكه وه او په كال 2015 كښې د …

لندن 02 مئي (اے پي پي) د برتانيې طبي پوهانو وئيلي دي هره ورځ درېش دقيقې جسماني هلو ځلو سره د ذيابطين خطر تر ډېره كمېدې شي۔ د روغتيا نړيوالې ادارې راپور له مخې په كال 1980 كښې ټوله نړۍ كښې لس كروړه 80 لكه كسان د ذيابطيس په رنځ اخته وو ٬ په كال 2014 كښې دا شمېره 42 كروړه 80 لكه وه او په كال 2015 كښې د شوګر رنځ په سوب ټوله نړۍ كښې 16 لكه كسان مړه شوي۔ د طبي پوهانو له مخې د ذيابېطس رنځ سوب جنياتي ساخت ٬ صحت او ماحولياتي دي۔ د ذیابیطس ټائپ ون په صورت وجود كښې خپل مدافعتي نظام لبلبه كښې انسولېن جوړونكې خليې تباه كوي۔ د وائرس یا بېکټېریا په سوب وجود كښې كېدونكې انفېكشن ٬ په خوراك څښاك كښې شامل كېميائي زهر او مدافعتي نظام په غېر ضروري توګه فعاله كوٶنكې عوامل د شوګر سوب جوړېدې شي۔ د ذیابیطس د ټائپ ټو لوي سوب د يوې كورنۍ زياتره كسانو كښې دا رنځ هم كېدې شي او د دې نه علاوه زيات خوراك ٬ آرام خوښي٬ زياتېدونكې عمر او غېر صحت مندانه خوراك هم د شوګر سوب جوړېږي ۔ د برتانيې د طبي پوهانو له مخې په اوونۍ كښې پنځه ورځې د معمول نه اخوا 30 دقيقي ورزش سره د شوګر خطر ډېر كمېدې شي خو ماشومانو لپاره دا دورانيه لږ نه لږ يو ساعت ضرورې ده ۔ په جسماني ورزش كښې ګړندې تګ ٬ په پوړو ختل٬ د بازار شاپنګ كول ٬ زمينداري ٬ د كور كار ٬ خپل كار پخپله كول ٬ ګډا او بېلا بېلې لوبې شاملې دي خو د زړه رانځورانو له ورزش د خپل معالج په مشوره كول پكار دے۔(

مزید خبریں