اسلام آباد ۔ 04 فروری (اے پی پی)وزیراعظم شاهد خاقان عباسی وئيلي دي د مسلم ليګ (ن) حكومت د چترال اولس پرمختګ له ځانګړې وسائل بېل كړې دي۔ په توان منصوبو كار د حكومت په ترجيحاتو كښې شامل دے۔ چترال كښې توان منصوبو سره به د تجارت ٬ صنعت او سېلګرۍ ډاډګيرنه وشي۔ د اتوار په ورځ چترال كښې د پرمختيائي منصوبو په اړه د بريفېنګ غونډې مشري كولو په …
د مسلم ليګ (ن) حكومت د چترال اولس پرمختګ له ځانګړې وسائل بېل كړې دي۔ په توان منصوبو كار د حكومت په ترجيحاتو كښې شامل دے۔ چترال كښې توان منصوبو سره به د تجارت ٬ صنعت او سېلګرۍ ډاډګيرنه وشي۔ د وزيراعظم شاهد خاقان عباسي چترال كښې د پرمختيائي منصوبو په اړه د بريفېنګ په مهال د خيالاتو څرګندونه
اسلام آباد ۔ 04 فروری (اے پی پی)وزیراعظم شاهد خاقان عباسی وئيلي دي د مسلم ليګ (ن) حكومت د چترال اولس پرمختګ له ځانګړې وسائل بېل كړې دي۔ په توان منصوبو كار د حكومت په ترجيحاتو كښې شامل دے۔ چترال كښې توان منصوبو سره به د تجارت ٬ صنعت او سېلګرۍ ډاډګيرنه وشي۔ د اتوار په ورځ چترال كښې د پرمختيائي منصوبو په اړه د بريفېنګ غونډې مشري كولو په مهال وزیراعظم ووئيل لواری ټنل، يو شمېر هائیډرو پاور او د روډ او انفراسټرکچ په شمول مېګا پروجېكټس د مسلم ليګ (ن) په دور كښې پايې ته ورسېدې۔ وزیراعظم ووئيل حكومت د چترال اولس لپاره د توان په منصوبو په ترجيحي بنيادونو كار كوي دغسې چې د ځائي خلكو انحصار په ځنګلي وسائلو كم كړې شي۔ وزيراعظم ووئيل د چترال اولس هېواد لپاره بلها خذمات ترسره كړي دي له دې كبله حكومت به د ځائي كسانو سماجي او اقتصادي ترقۍ له هره ممكنه مرسته كوي۔












