ليبيا كښې د بېړۍ پېښه كښې د حق رسېدليو پاكستاني وګړو مړي هېواد ته بېرته راوړلو له كوټلي ګامونه پورته كوؤ۔ د خارجه چارو وفاقي وزير خواجه آصف او خارجه سېكتره تهمينه جنجوعه پخپله ددې عمل نګراني كوي۔ مړي هېواد ته راوړلو له فنډز هم جاري كړې شوې۔ مړي به 7 ورځو كښې خپلوانو ته وسپارلې شي۔ د خارجه دفتر وياند ډاكټر محمد فېصل پرېس بريفېنګ

اسلام آباد ۔ 04 فروری (اے پی پی) د خارجه دفتر وياند ډاكټر محمد فېصل وئيلي دي ليبيا كښې د بېړۍ پېښه كښې د حق رسېدليو پاكستاني وګړو مړي هېواد ته بېرته راوړلو له كوټلي ګامونه پورته كوؤ۔ د خارجه چارو وفاقي وزير خواجه آصف او خارجه سېكتره تهمينه جنجوعه پخپله ددې عمل نګراني كوي۔ مړي هېواد ته راوړلو له فنډز هم جاري كړې شوې۔ مړي به 7 ورځو كښې …

اسلام آباد ۔ 04 فروری (اے پی پی) د خارجه دفتر وياند ډاكټر محمد فېصل وئيلي دي ليبيا كښې د بېړۍ پېښه كښې د حق رسېدليو پاكستاني وګړو مړي هېواد ته بېرته راوړلو له كوټلي ګامونه پورته كوؤ۔ د خارجه چارو وفاقي وزير خواجه آصف او خارجه سېكتره تهمينه جنجوعه پخپله ددې عمل نګراني كوي۔ مړي هېواد ته راوړلو له فنډز هم جاري كړې شوې۔ مړي به 7 ورځو كښې خپلوانو ته وسپارلې شي۔ د اتوار په ورځ د پرېس بريفنګ په مهال د خارجه چارو دفتر وياند ووئيل لېبيا كښې د بېړۍ ډوبېدو پېښه د جنورۍ په 31 مه نېټه طرابلس څخه د 5 ساعتونو په مسافت زوارا كښې رامخې ته شوې وه او د پاكستاني سفارت چارواكي هم په دغه ورځ د پېښې ځائې ته رسېدلې وو۔ وياند ووئيل په بېړۍ كښې 80 څخه تر 90 كسان ناست وو كومو كښې چې 32 پاكستانيان وو۔ پیښه كښې د حق رسېدليو 13 پاكستاني وګړو مړي ترلاسه شوي دي۔ دوئي كښې د 8 كسانو پېژندګلو شوې۔ وياند ووئيل نور 17 مړي ترلاسه شوي ولې دوئي كښې كوم پاكستانې نشته۔ پېښه كښې 2 يا 3 كسان ژوندي بچ شوي كومو كښې چې يو پاكستانې وګړې دې۔ وياند ووئيل د څلور پاكستانيانو مړي نه بلكې پاسپورټونه ترلاسه شوي دي۔ د حق رسېدليو مړي هېواد ته راوړلو له ګامونه پورته كوؤ۔ ۔ د خارجه چارو وفاقي وزير خواجه آصف او خارجه سېكتره تهمينه جنجوعه پخپله ددې عمل نګراني كوي۔ مړي هېواد ته راوړلو له فنډز هم جاري كړې شوې۔ مړي به 7 ورځو كښې خپلوانو ته وسپارلې شي۔ وياند په ميډيا زور راوړو چې هغه د بشري قاچاق مخنيوي او په دې اړه خبرتيا كښې فعاله كردار ترسره كړي۔