اسلام آباد ۔ 04 فروری (اے پی پی) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي د سی پېک په صورت كښې پاكستان ته قدرت لويه موقع وركړې كومې ته چې پخواني وزيراعظم نوازشریف د چين خپلې اولنۍ دوره كښې د خبرو اترو د لارې حتمي شكل وركړې۔ سي پېك منصوبه تر جولائی 2013ء د كاغذ يو ټكړه وه كومه چې نن د اربونو ډالرو سرمايه كارۍ په …
د سی پېک په صورت كښې پاكستان ته قدرت لويه موقع وركړې كومه چې نن د اربونو ډالرو سرمايه كارۍ په شكل كښې ريښتيا شوې۔ دا منصوبه به د هېواد دننه نقل وحمل سره سره د پاكستان چين ٬ افغانستان او منځنۍ آسيا سره تړلو كښې مهم كردار ترسره كړي۔ تر كال 2019 ء څخه تر 2020ء به د کراچی ۔ پشاور موټر وے تر پايې رسېدل ممكن شي كومه به چې د پاكستان معيشت لپاره د ملا تير ثابت شي۔ ملتان ۔ سکھر موټروے منصوبھ نزدې د 400 کلومیټرو ده په دې به 300 ارب روپۍ مصرف كولې شي۔ هيله ده چې تر 15 مئي به ملتان ۔ شجاع آباد او سکھر ۔ ګھوټکی سېکشن پايې ته ورسي۔ د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال ملتان كښې د ملتان۔ سکھر موټروے منصوبې جاج اخستلو په مهال ميډيا سره خبرې
اسلام آباد ۔ 04 فروری (اے پی پی) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي د سی پېک په صورت كښې پاكستان ته قدرت لويه موقع وركړې كومې ته چې پخواني وزيراعظم نوازشریف د چين خپلې اولنۍ دوره كښې د خبرو اترو د لارې حتمي شكل وركړې۔ سي پېك منصوبه تر جولائی 2013ء د كاغذ يو ټكړه وه كومه چې نن د اربونو ډالرو سرمايه كارۍ په شكل كښې يو حقيقت كښې بدله شوې۔ ده ووئيل دا منصوبه به د هېواد دننه نقل وحمل سره سره د پاكستان چين ٬ افغانستان او منځنۍ آسيا سره تړلو كښې مهم كردار ترسره كړي۔ تر كال 2019 ء څخه تر 2020ء به د کراچی ۔ پشاور موټر وے تر پايې رسېدل ممكن شي كومه به چې د پاكستان معيشت لپاره د ملا تير ثابت شي۔ ملتان ۔ سکھر موټروے منصوبھ نزدې د 400 کلومیټرو ده په دې به 300 ارب روپۍ مصرف كولې شي۔ هيله ده چې تر 15 مئي به ملتان ۔ شجاع آباد او سکھر ۔ ګھوټکی سېکشن پايې ته ورسي۔ ددې خيالاتو څرګندونه وفاقي وزير ملتان كښې د ملتان۔ سکھر موټروے منصوبې جاج اخستلو په مهال ميډيا سره خبرو كښې وكړه۔ ده ووئيل د موجوده حكومت په دور كښې نزدې دً 1600 کلومیټر په موټرویز كار روان دے۔ ده ووئيل كال 2013ء څخه وړاندې هېواد كښې نزدې د 550 کلومیټر موټروېز موجود وه۔ د 1600 كلوميټر موټروېز جوړولو منصوبې سره به هېواد كښې موټروېز 2200 کلومیټر ته ورسي۔ زمونږ په ګاونډي هېواد كښې نزدې د 1400 کلومیټر موټر وے او ھائی وېز دي۔ ده ووئيل د پاكستان روډ انفراسټركچر منطقه كښې ښكاره مقام ترلاسه كوي۔ د توان په څانګه كښې د پرمختيائي منصوبو ذكر كولو سره ده ووئيل د تېرو 66 كلونو په مهال هېواد كښې 16,000 څخه تر 18000 مېګا واټ برېښنا پېدا كړې شوه ولې موجوده حكومت په څلور كلونو كښې نزدې د 11000 مېګاواټ اضافي برېښنا منصوبې ترسره كړي دي كوم چې يو ريكارډ دے۔ د زده كړو څانګه كښې د هائر ايجوكېشن فنډز 13 ارب څخه زياتولو سره 35 ارب روپۍ كړې شوې او په مجموعه توګه دې لپاره د 100 ارب روپو فنډز بېل كړې شوې۔ داخله وزير ووئيل د نن پاكستان رائزنګ پاكستان جوړ شوې۔ ده ووئيل د روان كال په مهال هيله ده چې 6 فیصد ګروتھ رېټ به ترلاسه كړې شي۔ ده ووئيل هېواد كښې بهرنۍ سرمايه كاري په تېرو لسو كلونو كښې تر ټولو زياته شوې۔ ده ووئيل حاجت دې خبرې ته دې چې مونږ هېواد كښې امن او استحكام په ځائې وساتو او كه مونږ د استحكام او پرمختګ دا سفر روان وساتلو نو كه لوئے څښتن ته منظور وي تر كال 2025ء به مونږ د نړۍ په اولنو 25 معيشتونو كښې شامل شؤ












