د كشميري اولس د هيلو ترمخه د كشمير مسئلې حل د منطقې او نړۍ امن او استحكام له ضروري دے۔ د قامي اسمبلۍ سپيكر- پاكستان به د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو له د مقبوضه كشمير د اولس روانو هڅو اخلاقي ٬ سياسي او سفارتي ملاتړ روان ساتي۔ دوهم سپيكر- د كشمير يووالي ورځې په مهال د قامي اسمبلۍ سپيكر او دوهم سپيكر جلا جلا پېغامونه

اسلام آباد ۔ 04 فروری (اے پی پی) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق وئيلي دي د كشمير مسئله كومه سيمه ايزه شخړه نه بلكې د كشميري اولس د خپلواكۍ بنيادي حق مسئله ده ۔ ددې مسئلې په اړه د پاكستان اصولي دريځ بدلېدې نه شي۔ د هند لخوا مقبوضه وادۍ كښې د طاقت كارولو او د زور ظلم او زياتي تر نه بندېدو سوئيلي آسيا كښې د امن …

اسلام آباد ۔ 04 فروری (اے پی پی) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق وئيلي دي د كشمير مسئله كومه سيمه ايزه شخړه نه بلكې د كشميري اولس د خپلواكۍ بنيادي حق مسئله ده ۔ ددې مسئلې په اړه د پاكستان اصولي دريځ بدلېدې نه شي۔ د هند لخوا مقبوضه وادۍ كښې د طاقت كارولو او د زور ظلم او زياتي تر نه بندېدو سوئيلي آسيا كښې د امن خوب ريښتيا كېدې نه شي۔ نړيواله ورورولي دې د ملګرو ملتونو په قراردادونو عمل درآمد باوري كولو او مقبوضه كشمير كښې د مرګ ژوبلې پېښو بندولو له خپل كردار ترسره كړي۔ د قامي اسمبلۍ سپيكر كشمير سره د يووالي ورځې په مهال خپل پېغام كښې د سوئيلي آسيا او د كشمير مسئلې د سباؤن حواله وركولو سره ووئيل سوئيلي آسيا كښې تر هغه وخت د امن خوب ريښتيا كېدې نه شي تر كومې چې د دنړۍ تر ټولو لوئے تش د نامې جمهوريت هند مقبوضه واداۍ كښې په كشميري اولس زور ٬ ظلم او زياتې بند كړې نه وي۔ ده ووئيل دا ډېره د افسوس خبره ده چې د هند لخوا په كشميري اولس د هر ډول روان ناروا تشدد او مېرمنو سره د زياتي پېښو باوجود نړۍ خاموشۍ سره تماشا كوي۔ ده په نړۍ زور راوړو چې د كشمير په اړه د ملګرو ملتونو په قراردادونو عمل درآمد بايد باوري كړي او مقبوضه كشمير كښې د مرګ ژوبلې پېښو بندولو له خپل كردار ترسره كړي۔ده ووئيل كشمير كښې د هند لخوا د طاقت په زور قبضه د نوې ټولنې د اخلاقي اقدارو او د اولس د خپلواكۍ بنيادي حق په ضد كار دے۔ ده ووئيل تېر كال په دسمبر كښې شوي اولني سپيكرز كنفرنس كوم كښې چې پاكستان سره سره د چين ٬ تركيه او افغانستان ګډون وكړو كښې په متفقه توګه جاري شوې اعلاميه كښې د منطقې او نړۍ امن او استحكام لپاره د ملګرو ملتونو د امنيتي كونسل د پرېكړو ترمخه د كشمير مسئلې حل كولو په حاجت زور راوړلې شو۔ سپیکر ووئيل د پاكستان پارلېمېنت د كشمر مسئلې سوليز حل كولو عزم لري او په دې لړ كښې پارلیمنټ ددې مسئلې حل كولو او مقبوضه وادۍ كښې د هندي زور ظلم او زياتي مخه نيولو له يو شمېر قراردادونه منظور كړي دي۔ ده ووئيل كشمير كښې د هند لخوا د طاقت په زور قبضه د نوې ټولنې د اخلاقي اقدارو او د اولس د خپلواكۍ بنيادي حق په ضد كار دے۔ دوهم سپيكر مرتضی جاوېد عباسي هم په دې مهال د كشمير مسئلې په اړه د پاكستان د دريځ پخلي كولو سره ووئيل پاكستان به د كشميري اولس د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو له د روانو هڅو اخلاقي ٬ سياسي او سفارتي ملاتړ روان ساتي۔ ده ووئيل پاكستان د مظلوم كشميري اولس آواز دے او پاكستان به د مصيبت په هر وخت كښې دوي سره ودرېږي۔