حکومت به د چترال اولس ټولو مسئلو حل له د وسائلو رسنه باوري كړي۔ د ګولن ګول پراجېكټ ټوله برېښنا به چترال ته وركولې شي۔ دا منصوبه د چترال اولس لپاره د حكومت لخوا يوه ډالۍ ده۔ برېښنا څخه محرومو ټولو سيمو ته به برېښنا وركولې شي۔ د نورو حكومتونو د تشو وعدو ٬ ادعاګانو او خبرو په مقابله كښې مونږ منصوبې پېل كوؤ او په وخت ئې سر ته رسوؤ۔ ګولن ګول ھائیډرو پاور پراجېکټ ، لواری ټاپ منصوبھ، او د ګاز رسنې په شمول ټولې منصوبې به پايې ته رسولې شي۔ د شاھد خاقان عباسی چترال كښې د ګولن ګول ھائیډرو پاور پراجېکټ اولني فېز پرانستې دستورې ته خطاب

اسلام آباد ۔04 فروری (اے پی پی) وزیراعظم شاھد خاقان عباسی د اتوار په ورځ چترال كښې د ګولن ګول ھائیډرو پاور پراجېکټ اولني فېز پرانسته وكړه۔ دې څخه به 36 مېګاواټ برېښنا ترلاسه كېږي۔ د منصوبې مجموعي پېداواري استعداد 108 مېګاواټ دے۔ د پرانستې دستورې ته خپل خطاب كښې وزيراعظم شاهد خاقان عباسي ووئيل دا منصوبه به ټول كال دومره برېښنا بېدا كوي چې ورسره به د چترال او …

اسلام آباد ۔04 فروری (اے پی پی) وزیراعظم شاھد خاقان عباسی د اتوار په ورځ چترال كښې د ګولن ګول ھائیډرو پاور پراجېکټ اولني فېز پرانسته وكړه۔ دې څخه به 36 مېګاواټ برېښنا ترلاسه كېږي۔ د منصوبې مجموعي پېداواري استعداد 108 مېګاواټ دے۔ د پرانستې دستورې ته خپل خطاب كښې وزيراعظم شاهد خاقان عباسي ووئيل دا منصوبه به ټول كال دومره برېښنا بېدا كوي چې ورسره به د چترال او خواؤشا سيمو د برېښنا حاجت ترسره شي او چترال به د هېواد هغه برخه وي چرته به چې كله هم لوډشېډنګ نه وي۔ ده ووئيل زه هم دداسې ډول غريئيزې او ګرانې سيمې سره تعلق لرم او زما په سيمه كښې هم په ډېرو يونين كونسلو كښې برېښنا نشته۔ ولې چې په غريئيزو سيمو كښې د برېښنا رسنې له د لائنونو په خپرولو ډېر لوئې مصرف كېږي۔ ده ووئيل د چترال د قامي اسمبلۍ غړي خوبي دا ده چې هغه د خپل ذات لپاره نه بلكې د سيمې د اولس خېر ښېګړې له كار كوي او ده د هېواد د نورو سيمو په مقابله كښې د پرمختګ زيات كارونه كړي دي۔ وزیر اعظم ووئيل د لواري ټاپ منصوبې پرانسته په كال 1979 كښې ذولفقارعلی بھټو كړې وه كومه چې 44 كاله وروستو د مسلم ليګ (ن) حكومت پايې ته ورسوله۔ ده ووئيل
د نورو حكومتونو د تشو وعدو ٬ ادعاګانو او خبرو په مقابله كښې مونږ منصوبې پېل كوؤ او په وخت ئې سر ته رسوؤ۔ ده ووئيل حکومت به د چترال اولس ټولو مسئلو حل له د وسائلو رسنه باوري كړي۔ ده ووئيل
ګولن ګول ھائیډرو پاور پراجېکټ او د لواری ټاپ منصوبې په شمول نورې پرمختيائي منصوبې سرته رسولې شوي او سيمې ته به د ګاز اساني هم وركړې شي۔ ده ووئيل چترال كښې د سړكونو يو شمېر منصوبې هم پايې ته رسېدونكي دي او تر ټولو مهمه منصوبه ګلګت څخه تر چترال او چترال څخه د وړاندې سړك منصوبه ده كومې لپاره چې فنډز وركړې شوي دي۔ ده ووئيل په كال 2013ﺀ كښې د اولس ټاكلي حكومت په مسئلو قابو موندلې او هېواد د پرمختګ په لاره روان دے۔ ده ووئيل په راروانو ټاكنو كښې به هم اولس له سمه پرېكړه كول وي دغسې چې د پرمختګ دا سفر روان پاتې شي۔ وزيراعظم ووئيل د ګولن ګول پراجېكټ ټوله برېښنا به چترال ته وركولې شي۔ دا منصوبه د چترال اولس لپاره د حكومت لخوا يوه ډالۍ ده۔ دستوره كښې د واپډا چيئرمېن په شمول د منصوبې د نورو همكارو ادارو نمائندګان او اعلی چارواكي موجود وو۔