محمد نواز شریف د اقتدار نه بلكې ټول عمري د اقدارو سياست كړې۔ محمد نواز شریف هېواد اتومي قوت جوړ كړې۔ د توان څانګه ئې ستونزو څخه ويستلې۔ د موټر وېز او سی پېک په شكل كښې ئې اولس ته ځانګړې ډالۍ وركړې۔ مخالفينو تل په موټروېز ټكونه كړي۔ پاكستان به كښې به سياست اوس يوازې د كاركردګۍ په بنياد كېږي۔ څوك چې د اولس خذمت كولې نه شي په سياست كښې د ده هېڅ نامه نشته۔ خبريال د خپل قلم په زور كومه پېښه اولس ته وړاندې كوي۔ د اطلاعاتو او خپرونو دوهمې وزيرې مريم اورنګزېب د حافظ آباد پرېس كلب نوې ټاكل شويو عهدېدارو د سوګند پورته كولو دستورې ته خطاب

حافظ آباد ۔ 31 جنوری (اے پی پی) د اطلاعاتو ٬ خپرونو ٬ قامي تاريخ او ادبي ورثې دوهمې وزيرې مريم اورنګزېب وئيلي دي محمد نواز شریف د اقتدار نه بلكې ټول عمري د اقدارو سياست كړې۔ محمد نواز شریف هېواد اتومي قوت جوړ كړې۔ د توان څانګه ئې ستونزو څخه ويستلې۔ د موټر وېز او سی پېک په شكل كښې ئې اولس ته ځانګړې ډالۍ وركړې۔ مخالفينو تل په …

حافظ آباد ۔ 31 جنوری (اے پی پی) د اطلاعاتو ٬ خپرونو ٬ قامي تاريخ او ادبي ورثې دوهمې وزيرې مريم اورنګزېب وئيلي دي محمد نواز شریف د اقتدار نه بلكې ټول عمري د اقدارو سياست كړې۔ محمد نواز شریف هېواد اتومي قوت جوړ كړې۔ د توان څانګه ئې ستونزو څخه ويستلې۔ د موټر وېز او سی پېک په شكل كښې ئې اولس ته ځانګړې ډالۍ وركړې۔ مخالفينو تل په موټروېز ټكونه كړي۔ پاكستان به كښې به سياست اوس يوازې د كاركردګۍ په بنياد كېږي۔ څوك چې د اولس خذمت كولې نه شي په سياست كښې د ده هېڅ نامه نشته۔ خبريال د خپل قلم په زور كومه پېښه اولس ته وړاندې كوي۔ د آمريت د منځھ وړولو او جمهوريت راوستلو كښې د خبريالانو كردار د هېرولو نه دے۔ هغه ټول خبريالان د كوم قلم سره چې جمهوريت وده موندلې د ستائنې وړ دي۔ خبرياله ورورولي دې هر هغه څيز په ګوته كړي چې ورسره نړۍ كښې د پاكستان غوره تشخص رامخې ته شي۔ په خېبر پختونخوا كښې كال 2013 څخه تر دې دمه داسې كومه منصوبه جوړه نشوه چې پرانسته ئې شوې وي۔ د پخواني وزيراعظم ويژن ترمخه د پورته كړې شويو ګامونو ٬ د پاك پوځ او پوليس ځانګړې قربانيو سره د هېواد امن په ځائې شوې او په ترهګرۍ تر كافي حده قابو موندلې شوې۔ د ترهګرۍ په سوب هېواد پرېښودونكي بېرته راځي۔ د مسلم لیګ(ن) حکومت په خپل كرڼلار كښې كړې لوظونه پاللو سره هېواد د پرمختګ په لاره روان كړې۔ په تېرو څلور كلونو كښې جمهوريت قوي شوې۔ راتلونكي وخت كښې به پاكستان كښې يوازې د جمهوريت دور وي۔ كال 2018 كښې به ګټه د جمهوريت وي۔ دې د شورؤ په ورځ د حافظ آباد پرېس كلب نوې ټاكل شويو عهدېدارو د سوګند پورته كولو دستورې ته خطاب كولو۔ د روغتيا وفاقي وزيره سائره افضل تارړ هم دستوره كښې ناسته وه۔ دوهمې وزيرې نوې ټاكل شويو عهدېدارو ته مباركي وركولو سره ووئيل په حلف نامه كښې بايد د يو داسې څيز هم اضافه وكړې شي كوم چې د ريښتيا او دروغ ترمينځھ فرق كوي ولې چې كه صحافت په دروغو اډانه وي او يو داسې صحافت وي چې كوم مقصد لپاره كارولې شي نو دا به زمونږ هېواد هم كمزورې كړي۔ ځكه ټولو ټاكلو غړو له به عهد كول وي چې دا عهده به د امانت په توګه كاروي۔ دې ووئيل د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې د خبريالانو كردار او قربانۍ د ستائنې وړ دي۔ دې ووئيل د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې شهيد شويو ته د عقيدت پېزوينې وړاندې كوؤ۔ دې ووئيل پاكستان كښې په كال 2013 كښې د ترهګرۍ ډېرې پېښې رامخې ته شوې ولې د نواز شريف په مشرتابه كښې موجوده حكومت او ټولو صوبو ٬ پاك پوځ او قانون نافذ كوؤنكو ادارو چې په تېرو 4 كلونو كښې څومره محنت كړې دې مېوې ئې رامخې ته كېدل پېل شوي دي۔ دې ووئيل اوس د ترهګرۍ په پېښو كښې تر ډېره حده كمي رامخې ته شوې۔ پاكستان كښې امن او سلامتيا بېرته په ځائې شوې۔ دې خپل خطاب كښې سائرہ افضل تارړ ته د حافظ آباد لور ووې كومه چې په هر فورم د حافظ آباد اولس مثالي نمائندګي كوي۔ ددې د هڅو په نتيجه كښې نن د پاكستان په هره ضلع ٬ تحصيل او د يونين كونسل په كچه صحت كارډ موجود دے۔ دې ووئيل اعلی وزير شهباز شريف ټولو صوبو لپاره يو مثال دے نورې صوبې هم د ده په رنګ اعلی وزير غواړي۔ دې ووئيل د سي پېك منصوبې ترسېوري لاندې هېواد كښې د اربونو ډالرو سرمايه كاري روانه ده۔ چې ورسره هېواد د پرمختګ او سوكالۍ په لاره روان شوې۔ دې ووئيل په تېرو 66 كلونو كښې دومره برېښنا پېدا كړې شوې نه ده څومره چې په تېرو 4 كلونو كښې پېدا كړې شوې۔ دې ووئيل وزيراعظم شاهد خاقان عباسي وئيلي چې پخواني وزيراعظم نواز شريف دومره منصوبې پېل كړي دي كه تر جون 2018 ددې پرانسته كوؤ دا به ختمې نه شي۔ دې ووئيل په پخواني وزيراعظم د يوې پېسې كرپشن ثابت شوې نه دې او دې د اقامې په بنياد كور ته لېږلې شوې۔ دې ووئيل مسلم ليګ ن مېرمنو ته باور وركړې۔ په دستوره كښې د مېرمنو ګډون خوشبين دے۔