د صوبو ترمېنځه په سي پېك د رايو اتفاق سره په منصوبو كار ګړندې او په كاميابۍ سره په بشپړېدو كښې مرسته ترلاسه شوې

اسلام آباد 26 جنوري (اے پي پي) د كورنيو چارو او منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي چې د صوبو ترمېنځه په سي پېك د رايو اتفاق سره په منصوبو كار ګړندې او په كاميابۍ سره په بشپړېدو كښې مرسته ترلاسه شوې۔ ده د دې خيالاتو څرګندونه په سېنېټ كښې د سي پېك د خاص كمېټۍ په راپورونو د خپل دريځ په مهال وكړه۔ وفاقي وزير …

اسلام آباد 26 جنوري (اے پي پي) د كورنيو چارو او منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي چې د صوبو ترمېنځه په سي پېك د رايو اتفاق سره په منصوبو كار ګړندې او په كاميابۍ سره په بشپړېدو كښې مرسته ترلاسه شوې۔ ده د دې خيالاتو څرګندونه په سېنېټ كښې د سي پېك د خاص كمېټۍ په راپورونو د خپل دريځ په مهال وكړه۔ وفاقي وزير ووئيل صوبې د دې مېګا پراجېكټ خواږو څخه استفاده كولو لپاره هڅې كوي٬ د اعلٰې وزيرانو او د دوي د ډلو د سي پېك په جائنټ وركنګ ګروپس او جوائنټ كوآپرېشن كمېټۍ كښې ګډون د دې خبرې واضح ثبوت دے چې حكومت په سپېځلتيا٬ اجتماعيت ٬ قامي همغږۍ او په برابرۍ عمل كوي۔ وفاقي وزير زياته كړې چې سي پېك د پاكستان د مجموعي پرمختګ منصوبه ده كومه چې د شك نه غېر صوبو او ټولو سيمو په خاص توګه د لرې پرتو سيمو اولس لپاره د پرمختګ نوې لارې پرانځي٬ د سي پېك له مخې د مواصلاحاتو انفراسټركچر منصوبې سندھ ٬ بلوچستان او د خېبر پښتونخوا لرې پرتو سيمو كښې نه يوازې رابطو ته وده وركړي بلكې نوې معاشي مركزونه به هم راپېدا شي۔ احسن اقبال ووئيل تهر كښې د سكرو په درنګونو او د برېښنا په منصوبو كښې 5 بېليونه ډالره سرمايه كاري شوې ده۔ وفاقي وزیر زياته كړه چې د سي پېك له مخې صوبو او سيمو كښې اقتصادي زون جوړېږي دې زونز كښې سرمايه كارۍ سره به نه يوازې د دغه سيمو معاشي حالت ښه شي بلكې د روزګار موقعې به هم پېدا شي۔ ده ووئيل د سي پېك دا پړاٶ به د 2020 نه تر 2025 بشپړه شي او دلته به هر چا ته د سرمايه كارۍ برابر موقعې وركولې شي۔ ده ووئيل د سي پېك له مخې 820 كلوميټره اوږده فائبر آپټك غوځولو كار روان دې ٬ خېبرپښتونخوا او ګلګت بلتستان كښې به دې منصوبې سره د انفارمېشن ټېكنالوجۍ په څانګه كښې انقلاب راشي۔ وفاقي وزير ووئيل د سي پېك له ِخې په لګېدونكو ټولو منصوبو د ماحوليات پحقله د نړيوالو معيارونو له مخې د جديد سپر كرټيكل ټېكنالوجي وړ پلانټونه لګولې كېږي دې سره سره خېبرپښتونخوا كښې هائېدرو پاور پراجېكټس لكه داسو٬ سكي كناري او په ديا مر بهاشا منصوبو هم كار روان دې

مزید خبریں