"ډیووس ۔ 24 جنوری (اے پی پی) وزیراعظم شاھد خاقان عباسی وئيلي دي "يوه منطقه يو سړك" منصوبه به د يو شمېر هېوادونو ٬ سيمو او تهذيبونو يو بل سره تړلو سره په اقتصادي پرمختګ كښې مرستياله ثابت شي۔ د دې منصوبې تر سېوري لاندې پاكستان كښې د مواصلات ٬ بنيادي اډانې او د توان په لويو منصوبو كار كېږي۔ منصوبې سره به سيمه ايز تجارت ته وده ترلاسه شي …
يوه منطقه يو سړك” منصوبه به د يو شمېر هېوادونو ٬ سيمو او تهذيبونو يو بل سره تړلو سره په اقتصادي پرمختګ كښې مرستياله ثابت شي۔ د دې منصوبې تر سېوري لاندې پاكستان كښې د مواصلات ٬ بنيادي اډانې او د توان په لويو منصوبو كار كېږي۔ منصوبې سره به سيمه ايز تجارت ته وده ترلاسه شي او د سيمې اولس به يو بل ته نزدې شي۔ سي پېك سره هېواد كښې په غېر ملكي سرمايه كارۍ كښې زياتوالې او په پاكستان د غېر ملكي سرمايه كارو باور بحال شوې۔ پاكستان كښې سرمايه كار يو ډول موقعې لري۔ د رېلوے او سترو لارو د لارې د منځنۍ آسيا هېوادونو ته د رابطې آساني وركوؤ چې ورسره به نه يوازې پاكستان بلكې ټولې سيمې ته ګټه وشي۔ د وزيراعظم شاهد خاقان عباسي په نړيوال اقتصادي فورم كښې د ” يوې منطقې ٬ يوې لارې اثرات ” په سرخط پېلنل مباحثه كښې د خيالاتو څرګندون
“ډیووس ۔ 24 جنوری (اے پی پی) وزیراعظم شاھد خاقان عباسی وئيلي دي “يوه منطقه يو سړك” منصوبه به د يو شمېر هېوادونو ٬ سيمو او تهذيبونو يو بل سره تړلو سره په اقتصادي پرمختګ كښې مرستياله ثابت شي۔ د دې منصوبې تر سېوري لاندې پاكستان كښې د مواصلات ٬ بنيادي اډانې او د توان په لويو منصوبو كار كېږي۔ منصوبې سره به سيمه ايز تجارت ته وده ترلاسه شي او د سيمې اولس به يو بل ته نزدې شي۔ ددې خيالاتو څرګندونه وزيراعظم د شورؤ په ورځ په 48 م نړيوال اقتصادي فورم كښې د ” يوې منطقې ٬ يوې لارې اثرات ” په سرخط پېنل مباحثه كښې وكړه۔ پېنل كښې په نورو تقرير كوؤنكو كښې د ایشین انفراسټرکچر انوېسټمنټ بېنک صدر جن لی چن ، منېجنګ ډائریکټر سائی چن ګلوبل لی چن ، چیف اېګزیکټو آفیسر رشین ډائرېکټ انویسټمنټ فنډ کیرل دمتری آف ، د چائنه نېشنل مشنیری انډسټریل کارپورېشن چیئرمین رین هانګ بن، د سنګاپور وزیر چان چن سنګ او د اے اي سي او اېم چئیرمین مائیکل اېس برک شامل ؤ۔ وزیر اعظم شاهد خاقان عباسی څوك چې د نړيوال اقتصادي فورم صدر په پروفېسر کلاس شواب په بلنه د فورم په غونډه كښې ګډون كولو له په دوه ورځنۍ دوره دې دستورې ته خپل خطاب كښې ووئيل پاکستان د چین اولس مشر شی جن پنګ دې غوره ګام ته د ستائنې په نظر ګوري چا چې د خپل ويژن د لارې سباؤن لپاره نړيواله رابطه جوړه كړې۔ده ووئيل ددې ګام به په يو شمېر براعظمونو تر ډېرې مودې ښه اثرات وي۔ دا خبره دې ښكاره وي چې پاكستان په هغه 80 هېوادونو كښې يو دے چرته څخه به چې “بی آر آئی” تېرېږي او پاك چين اقتصادي راهداري ددې برخه ده۔ بی آر آئی د هغه هېوادونو څخه تېرېږي كومه چې په نړيوالې جی ډی پی كښې40 فیصد برخه لري او د نړيوالې ودانۍ 60 فيصد دي۔ په څلور براعظمونو محيط نوې شاهراه رېشم د تاريخ تر ټولو لوئې انفراسټركچر پراجېكټ ګرځولې شي۔ وزیراعظم ووئيل دا منصوبه د تاريخي هېوادونو ترمينځه د اړيكو يو عملي څرګندونه ده۔ ده ووئيل دې سره به د يو شمېر هېوادونو ترمينځھ اقتصادی هلو ځلو سره سره پراخا كلتوري رابطې هم په ځائې شي۔ وزيراعظم د چين اولس مشر شي جن پنګ د “يوه منطقې يو سړك” وژن ستائنه كولو سره ووئيل پاك چين اقتصادي راهداري (سي پېك) د دې ګام يوه مهمه برخه ده۔ ده ووئيل د دې منصوبې تر سېوري لاندې پاكستان كښې د مواصلات ٬ بنيادي اډانې او د توان په لويو منصوبو كار كېږي۔ منصوبې سره به سيمه ايز تجارت ته وده ترلاسه شي او د سيمې هېوادونه او اولس يو بل ته نزدې شي۔ او دا به د اقتصادي هلو ځلو د ودې او سوكالۍ سوب وګرځي۔ وزیراعظم شاهد خاقان عباسی ووئيل مونږ له به دا منصوبه ګټوره جوړول وي۔ مونږ سړكونه ٬ بندر ځايونه او انفراسټركچر نوې جوړ كړي دي۔ ده ووئيل د بېلټ اېنډ روډ ګام مثبت اثرات وړاندې څخه پاكستان كښې محسوس كړې شوي دي۔ ده ووئيل پاكستان د برېښنا نوې منصوبې لګولې شوي دي ٬ زمونږ په صنعت او برآمداتو كښې اضافه شوې۔ ده ووئيل د هېواد سیمنټ صنعت ګنجائش كښې 56 فیصد اضافه شوې۔ سي پېك سره برآمداتو كښې 15 فيصد اضافه شوې۔ ده ووئيل سی پېک سره ریلوے او هوائي اډې اپ ګرېډ كوؤ۔ وزیراعظم شاهد خاقان عباسی ووئيل سي پېك سره هېواد كښې په غېر ملكي سرمايه كارۍ كښې زياتوالې او په پاكستاند غېر ملكي سرمايه كارو باور بحال شوې۔ پاكستان كښې سرمايه كار يو ډول موقعې لري او دوي ته ټولې ممكنه اسانۍ وركولې شي۔ ده وويئل سی پېک د معاشی استحکام منصوبه ده او دا د پاكستان مثبت تشخص رامخې ته كوي۔ وزیراعظم د اېشین انفراسټرکچر انوېسټمنټ صدر خیالاتو سره اتفاق كولو سره ووئيل حکومتونه بايد د منصوبو تشكيل كولو كولو د وسائلو په مناسبه ډول كارول باوي كړي او داسې منصوبې دې وضع كړي چې په مالياتي توګه مناسب وي۔ وزيراعظم په دې خبره زور راوړو چې د بي آر آئي ترسېوري لاندې منصوبو سره ټولو سرمايه كارو او په خاص توګه ځائي سرمايه كارو ته د يو ډول موقعو وركول ضروري دي دغسې چې زياتو نه زياتې ګټې ترلاسه شي۔ پېنل مباحثه كښې ګډون كوؤنكو په سيمه ايز اشتراك كار او د صفا انفراسټرکچر پراختيا په اثراتو رڼا واچوله او د منصوبې په اړه ئې د خپل نقطه نظر څرګندونه وكړه۔ نورو مقررينو هم دا منصوبه د اوږدې مودې اثراتو وړ ګرځولو سره ووئيل دا منصوبه به په خاص توګه د كم پرمختګ كړې هېوادونو لپاره ګتوره ثابت شي۔ ده ددې رائې څرګندونه وكړه چې دا منصوبه به د شريكو هېوادونو ترمينځھ ټیکنالوجیکل فرق لرې كولو كښې مرستياله وي۔ د مباحثې په پايه كښې د كوربه په خواست وزیراعظم ووئيل بی آر آئی سره بايد د روزګار موقعې رامخې ته شي۔ نورو مقررينو د پراخا بنياد مشاورت ٬ شريكو مواصلاتي رابطو او د نړيوال اشتراك كار په حاجت زور راوړو











