اسلام آباد 10 اکتوبر (اے پي پي) د كشمير مسئله په نړيواله كچه پورته كولو لپاره د وزيراعظم خاص سفير بېرسټر محسن رانجها وئېلي دي چې هند د نړيوال بشري حقونو ښكاره خلاف ورزي كوي٬د كم عمر جنيد احمد څه قصور وو كوم چې قابض هندي ځواك په ګولو وويشتلو٬د نړۍ قامونه دې زمونږ سره د هند په ضد غږ پورته كړي۔ ده د دې خيالاتو څرګندونه د تركيې خبر …
هند د نړيوال بشري حقونو ښكاره خلاف ورزي كوي٬د كم عمر جنيد احمد څه قصور وو كوم چې قابض هندي ځواك په ګولو وويشتلو

مزید خبریں
اسلام آباد 10 اکتوبر (اے پي پي) د كشمير مسئله په نړيواله كچه پورته كولو لپاره د وزيراعظم خاص سفير بېرسټر محسن رانجها وئېلي دي چې هند د نړيوال بشري حقونو ښكاره خلاف ورزي كوي٬د كم عمر جنيد احمد څه قصور وو كوم چې قابض هندي ځواك په ګولو وويشتلو٬د نړۍ قامونه دې زمونږ سره د هند په ضد غږ پورته كړي۔ ده د دې خيالاتو څرګندونه د تركيې خبر رسنې ادارې سره د يوې مركې په مهال وكړه۔ بېرسټر محسن رانجها كوم چې د اطلاعاتو پارلماني سېكتر هم دے٬ د 11 كلن جنېد احمد په شهادت د افسوس څرګندونه وكړه۔ده ووئيل چې د يو معصوم ماشوم څه قصور وو۔ده ووئيل د هند د بشري حقونو په خلاف ورزو كښې ورځ په ورځ زياتوالې كېږي۔ده ووئيل د تشدد كاروائيو او په هندي مقبوضه وادۍ كښې د پرله پسې كرفيو په سوب يو شمېر ځانونه ضائع شوي دي۔ده ووئيل مونږ غواړو چې نړيواله ورورولي په كشمير كښې روانه رياستي ترهه ګري بنده كړي او كشميريانو ته د دوي د خپلواكۍ بنيادي حق وركولو له خپل كردار ترسره كړې۔ ده ووئيل ورور هېواد تركي ټول عمري د پاكستان ملګرتيا كړې۔ پاك تركيه ملګرتيا يو مثالي ملګرتيا ده٬مونږ غواړو چې د كشمير په مسئله هم تركيه په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان بشپړ ملاتړ جاري وساتي۔ده ووئيل پاكستان د ملګرو ملتونو د قراردادونو ترمخه د كشمير مسئلې حل غواړي۔نړيوالې ورورولۍ او ملګرو هېوادونو ته خواست دې چې هغوي په ملګرو ملتونو زور راوړي چې د كشمير مسئلې حل له خپل قراردادونه عملي كړي











