اسلام آباد۔11جون (اے پي پي )د قامي صحت وفاقي وزير سید مصطفیٰ کمال سره د هیلتھ ریسرچ ایډوائزري بورډ چیئرمین په مشرۍ كښې يو پلاوي ملاقات وكړو چې پكښې جنرل سیکرټري او فنانس سیکرټري هیلتھ ریسرچ ایډوائزري بورډ هم شامل وو ۔ ملاقات کښې هېواد كښې د صحت په اړه د تحقیق نظام د قوي كولو، د ناروغيو د مؤثره نګرانۍ زياتولو او په قامي كچه د صحت ډیټا مؤثر …
وفاقي وزير سید مصطفیٰ کمال سره د هیلتھ ریسرچ ایډوائزري بورډ پلاوي ملاقات، د روغتيا په اړه د تحقیق نظام قوي كولو او د نورو ګامونو جاج واغستلے شو

مزید خبریں
اسلام آباد۔11جون (اے پي پي )د قامي صحت وفاقي وزير سید مصطفیٰ کمال سره د هیلتھ ریسرچ ایډوائزري بورډ چیئرمین په مشرۍ كښې يو پلاوي ملاقات وكړو چې پكښې جنرل سیکرټري او فنانس سیکرټري هیلتھ ریسرچ ایډوائزري بورډ هم شامل وو ۔ ملاقات کښې هېواد كښې د صحت په اړه د تحقیق نظام د قوي كولو، د ناروغيو د مؤثره نګرانۍ زياتولو او په قامي كچه د صحت ډیټا مؤثر استعمال په اړه د اقدامات جاج واغستلے شو ۔ سید مصطفیٰ کمال ووئېل حکومت په قامي كچه د صحت شمېرې په رايو ځائے كولو د شواهد تر مخه پالیسي سازي مضبوطوي ۔ ده ووئېل د ډیجیټل هیلتھ ډیټا په مؤثره كارولو اولس ته ښې طبي اسانۍ به وركول ممکن شي او د صحت څانګه كښې سپېځلتيا او مؤثر ګورننس زياتولو له به مرسته تر لاسه شي ۔ د روغتيا وزير امر وكړو چې د ناروغتيا د قامي رجسټري نظام نګرانۍ او په قامي كچه د روغتيا ډیټا مؤثر استعمال لپاره نیشنل سټیئرنګ کمیټي جوړه كړې شوې ۔ د روغتيا وزارت وياند تر مخه د قامي صحت کمیټۍ د جوړولو رسمي نوټیفکیشن جاري کړے شوے ۔ د نوټیفکیشن ترمخه 15 كسيزه نیشنل سټیئرنګ کمیټۍ كښې د صحت وفاقي او صوبائي چارواكي، د روغتيا پوهان، محققین، د ترقیاتي شراکت دارو استازة، د ټولو صوبو ډائریکټر جنرلز هیلتھ، اسلام آباد، آزاد جموں و کشمیر اود ګلګت بلتستان د صحت استازي به هم شامل وي۔









