پاكستان د فټ بال مېدان كښې تاريخ رقم كړو ، افغانستان ته ماتې وركولو سره يۍ ډائمنډ جوبلي انټرنېشنل فټبال ټورنامنټ وګټلو

اسلام آباد۔11جون(اے پی پی) پاكستان د فټبال په مېدان كښې تاريخ رقم كرو۔ په مالديب كښې شوي د ډائمنډ جوبلی انټرنېشنل فټبال ټورنامنټ په فائنل كښې قومي لوبډلې افغانستان ته 0-2 سره ماتې وركولو سره ټائټل په خپل نوم كړو۔ د شایق دوست په زړه پورې اوور هېډ كك او د هارون حمېد په وروستو ګھړو كښې ګول پاكستان له د 74 كالو له انتظار وروستو په اولني ځل د …

اسلام آباد۔11جون(اے پی پی) پاكستان د فټبال په مېدان كښې تاريخ رقم كرو۔ په مالديب كښې شوي د ډائمنډ جوبلی انټرنېشنل فټبال ټورنامنټ په فائنل كښې قومي لوبډلې افغانستان ته 0-2 سره ماتې وركولو سره ټائټل په خپل نوم كړو۔ د شایق دوست په زړه پورې اوور هېډ كك او د هارون حمېد په وروستو ګھړو كښې ګول پاكستان له د 74 كالو له انتظار وروستو په اولني ځل د كوم سټېنډ اَلون فټبال ټورنامنټ خطاب وركړو۔ په مالی نېشنل سټېډیم كښې د قامي بېرغ  رپوونكو مېنه والو په وړاندې شايق دوست په 24 مه دقيقه كښې ګول وكړو۔ دې څخه وړاندې پاكستان په فټ بال كښې بريا په كال 1952ء كښې په اېشین کواډرینګولر كښې ترلاسه كړې وه۔ كال 1962ء څخه وروستو شاهينز د كوم ټورنامنټ فائنل ته ورسېد او بريالې شو۔ د پاکستان فټبال فېډرېشن صدر سيد محسن ګېلاني قام له مباركي وركولو سره دا بريا د خپل صدارت دور كښې تر ټولو لويه ګھړۍ وګرځوله۔ ده ووئيل نن پاكستان نړۍ ته وئيلي چې مونږ عزم او حوصله لرو۔ دا د نوي باب پېل دے ٬ مونږ د فټبال تاريخ نوي سر څخه د ليكلو لوظ كوو۔

مزید خبریں