بايد د چارواكو هم احتساب وكړې شي۔ د كېپټن صفدر قامي اسمبلۍ كښې د اعتراض په نكته خبرې

اسلام آباد 04 اکتوبر(اے پي پي)د مسلم لیګ (ن) د قامي اسمبلۍ غړي کېپټن (ر) صفدر وئيلي دي بايد د دولتې چارواكو د بډو اخستو هم احتساب وكړې شي ٬ د مور پلار نه دې د ماشومانو د تعليم خرڅونو او د جائيداد پوښتنه وكړې شي۔ د نهې په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د اعتراض په نكته كېپټن صفدر ووئيل آفتاب احمد خان شېرپاؤ تېره ورځ د فاټا مسئله په …

اسلام آباد 04 اکتوبر(اے پي پي)د مسلم لیګ (ن) د قامي اسمبلۍ غړي کېپټن (ر) صفدر وئيلي دي بايد د دولتې چارواكو د بډو اخستو هم احتساب وكړې شي ٬ د مور پلار نه دې د ماشومانو د تعليم خرڅونو او د جائيداد پوښتنه وكړې شي۔ د نهې په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د اعتراض په نكته كېپټن صفدر ووئيل آفتاب احمد خان شېرپاؤ تېره ورځ د فاټا مسئله په ښه ډول پورته كړې ٬ تر ننه خلقو ګڼله چې سياستمدار بډې اخلي ٬ پخوا به فاټا ته ټرانسپر لپاره په اربونو روپۍ وركړې كېدې٬ بايد د پولېټيكل اېجنټس سره سره د سي اېس اېس د افسرونو احتساب وكړې شي۔ ده ووئيل د كال 1972 د بندوبست له مخې د افسرانو د اثاثو دې حساب كتاب وكړې شي۔ ایاز سومرو ووئيل د کېپټن (ر) صفدر په خبرو مې زړه خوشحاله شو ھغه كهره خبرې كړې ٬ بېورو كرېسي زياتې كوي او د سېكتر د كچ افسر ايوان ته نه راځي

مزید خبریں