پینډۍ 29 ستمبر (اے پی پی)د آئي اېس پي آر ډائرېكټر جنرل لېفټيننټ جنرال عاصم سليم باجوه وئېلي دي د هند د اړخه د سرجيكل اسټرائيك ادعا بې بنسټه ده۔د هېواد وسله وال ځواكونه د كوم هم چېلنج مقابلې كولو او د كوم جارحيت ځواب وركولو له چمتو دي۔د زيارت په ورځ مېډيا سره په خپلو خبرو كښې ده ووئيل د هند عسكرو په لائن آف كنټرول د زيارت په …
د هند د اړخه د سرجيكل اسټرائيك ادعا بې بنسټھ ده۔وسله وال ځواكونه بشپړ چمتو دي

مزید خبریں
پینډۍ 29 ستمبر (اے پی پی)د آئي اېس پي آر ډائرېكټر جنرل لېفټيننټ جنرال عاصم سليم باجوه وئېلي دي د هند د اړخه د سرجيكل اسټرائيك ادعا بې بنسټه ده۔د هېواد وسله وال ځواكونه د كوم هم چېلنج مقابلې كولو او د كوم جارحيت ځواب وركولو له چمتو دي۔د زيارت په ورځ مېډيا سره په خپلو خبرو كښې ده ووئيل د هند عسكرو په لائن آف كنټرول د زيارت په شپه دوه بجې ډزې كړې د كومو چې پاك پوځ بشپړ ځواب وركړې دې ۔د هند د ډزو په نتيجه كښې شهيدو شويو عسكرو ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره د آئي اېس پي آر ډي جي ووئيل د هند د اړخه د سرجيكل اسټرائيك ادعا بې بنسټه ده۔ده ووئيل د بې بنسټه ډنډورو كوم ثبوت نه وي٬مونږ د حقائقو تصديق كړې او د سرجيكل اسټرائيك هندي ادعا رښتيا نه ده۔د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل پاك پوځ د ټول اولس بشپړه ملاتړ او دعاګانې لري ٬مونږ د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې كاميابۍ ترلاسه كړې او په پوله د كوم هم جارحيت به دغې جذبې سره ځواب وركولې شي۔د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل د هند دا ډول هڅې د اشتعال مترادف دي او كه دا لړۍ روانه وه نو د پاكستان د اړخه به هم دا ډول ځواب وركولې شي










