د هند سارك كنفرنس له نه راتلل ناوړه پريكړه ده ۔غلام احمد بلور

اسلام آباد 29 ستمبر (اے پی پی)د عوامي نېشنل ګوند لارښود او د قامي اسمبلۍ غړي غلام احمد بلور وئېلي دي د دواړو هېوادونو مسئلې په جنګ نشي هوارېدې ۔هند سارك كنفرنس كښې د ګډون نه كولو غلطه پريكړه كړې ده ۔د دهرنو له امله حكومتونه ختمېدې نه شي٬په نړۍ كښې چرته هم دهرنې نه وركړې كېږي۔د زيارت په ورځ د پارلمان په خوا كښې مېډيا سره خپلو خبرو كښې ده ووئيل هېواد كښې د بې روزګارۍ٬ګرانۍ او غريبۍ نتيجه هم د تېر وخت جنګونه دي۔د دواړو هېوادونو ترمينځه مسئلې د خبرو اترو د لارې هوارېدے شي۔ ده ووئېل د جنګونو د لارې مسئلې نورې هم زياتېږي۔ده ووئيل بايد هند سارك كنفرنس كښې ګډون كړې ؤ