اسلام آباد 28 ستمبر(اے پي پي) د بين الصوبائي رابطو وفاقي وزير رياض حسېن پيرزاده وئېلي دي فټ بال د دوه متوازي تنظيمونو ترمينځه د شخړې په سوب د فېډرېشن انتظاميې او مالي مرسته بېرته اخستېده ٬حكومت په هېواد كښې د لوبو ودې لپاره ګامونه پورته كوي٬ په بلوچستان كښې د امنيتي ادارو له اړخه په كليئرنس وركولو به لويې ټورنامنټ كولې شي۔د شورو په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د …
بلوچستان كښې د امنيتي ادارو په كليئرنس وركولو به د فټ بال لويې ټورنامنټ كولې شي د

مزید خبریں
اسلام آباد 28 ستمبر(اے پي پي) د بين الصوبائي رابطو وفاقي وزير رياض حسېن پيرزاده وئېلي دي فټ بال د دوه متوازي تنظيمونو ترمينځه د شخړې په سوب د فېډرېشن انتظاميې او مالي مرسته بېرته اخستېده ٬حكومت په هېواد كښې د لوبو ودې لپاره ګامونه پورته كوي٬ په بلوچستان كښې د امنيتي ادارو له اړخه په كليئرنس وركولو به لويې ټورنامنټ كولې شي۔د شورو په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د پوښتنې دمې په مهال د طاهره اورنګزېب د پوښتنې په ځواب ده ووئيل پاكستان سپورټس بورډ خپلو مقاصدو ترلاسه كولو له هلې ځلې كوي٬د لوبو څانګې هم صوبو ته سپارلې شوې٬ ده ووئېل مونږ د نامتو لوبغاړو د روغتيا يا نورو حاجتونو تر سره كولو لپاره فنډ جوړ كړی٬د پاكستان په كركټ كښې نوې ډله رامخې ته كړې شوې ده ٬ده ووئېل ورلډ كپ له چمتو والې نيسو ۔ده ووئيل هاكۍ لپاره هم اقدامات كوو۔ده ووئيل مونږ چې په لوبو څرمره خرڅ كوو تېر جكومت نه دي كړې۔د لوبو بحالۍ لپاره د حكومت دا ړخه پورته كړې شوي ګامونه د ډاډ وړ دي۔د نسيمه حفيظ پانيزئي د پوښتنې په ځواب ده ووئيل بلوچستان كښې د نېشنل ګيمز پروګرام ؤ خو هلته د ترهه ګرۍ پیښو نه پس دغه منسوخ كړی شوې دې










