اسلام آباد 27 ستمبر(اے پي پي)د كورنيو چارو وفاقي وزير چوهدري نثار علي خان وئيلي دي د پاكستان او هند د اړي ګړي بنيادي سوب د كشمير كشاله ده٬ هند د كشمير مسئلې څخه د نړۍ پام اخوا كول غواړي ٬ بېهمانه ریاستي جبر سره د كشميريانو د خپلواكۍ حق لپاره پورته كړې غږ هڅې غلې كېدې نشي او نه پاكستان د خپلو كشميري وروڼو سياسي ٬ اخلاقي او سفارتي …
په بېهمانه ریاستي جبر د كشميريانو د خپلواكۍ حق لپاره پورته شوے غږ غلې كېدې نشي او نه پاكستان د خپلو كشميري وروڼو سياسي ٬ اخلاقي او سفارتي مرستې خڅه لاس په سر كېدې شي ۔د چوهدري نثار علي خان لارډ نذير احمد سره خبرې

مزید خبریں
اسلام آباد 27 ستمبر(اے پي پي)د كورنيو چارو وفاقي وزير چوهدري نثار علي خان وئيلي دي د پاكستان او هند د اړي ګړي بنيادي سوب د كشمير كشاله ده٬ هند د كشمير مسئلې څخه د نړۍ پام اخوا كول غواړي ٬ بېهمانه ریاستي جبر سره د كشميريانو د خپلواكۍ حق لپاره پورته كړې غږ هڅې غلې كېدې نشي او نه پاكستان د خپلو كشميري وروڼو سياسي ٬ اخلاقي او سفارتي مرستې څخه منع كولې شي۔ وفاقي وزير دا خبرې د نهې په ورځ لارډ نذير احمد سره په ملاقات كښې كړې ۔داخله وزير د پاكستان او برتانيې اړيكو پشمول برتانيه كښې د مېشته پاكستانۍ ټولنې په كردار او ھغوي ته په پېښو مسئلو او د پاكستان او هند په اوسني تاٶ تريخوالي خبرې وكړې۔ ده ووئيل د الطاف حسېن په معامله د برتانيې حكومت ځواب د ډاډ وړ دے هيله دې چې په راتلونكو ورځو كښې به په دې لړ كښې نور پېشرفت وشي ۔ لارډ نذير احمد بهر هېوادونو كښې د مېشته پاكستانيانو مسئلو هواري په لړ كښې د داخله وزير د ذاتي هلو ځلو او كردار ستائنه وكړه۔










