اسلام آباد 26 ستمبر (اے پي پي)د كشمير او ګلګت بلتستان چاروو وفاقي وزير چوهدري محمد برجېس طاهر وئيلي دي وفاقي حکومت د آزاد کشمیر ودانۍ او پرمختګ ته پاملرنه كوي٬ په آزاد كشمير كښې موټروېز ٬ د رېل پټلۍ ٬ شونټرپاس٬ ليپا ټنل ٬ پوهنتونونه او كالجونو جوړولو له به د فنډ وركړه باوري كوي ۔ ده دا خبرې د آزاد کشمیر کونسل نوي جوړ كړې شوې سېكټرېټ پرانستې …
وفاقي حکومت د آزاد کشمیر ودانۍ او پرمختګ ته پاملرنه كوي

مزید خبریں
اسلام آباد 26 ستمبر (اے پي پي)د كشمير او ګلګت بلتستان چاروو وفاقي وزير چوهدري محمد برجېس طاهر وئيلي دي وفاقي حکومت د آزاد کشمیر ودانۍ او پرمختګ ته پاملرنه كوي٬ په آزاد كشمير كښې موټروېز ٬ د رېل پټلۍ ٬ شونټرپاس٬ ليپا ټنل ٬ پوهنتونونه او كالجونو جوړولو له به د فنډ وركړه باوري كوي ۔ ده دا خبرې د آزاد کشمیر کونسل نوي جوړ كړې شوې سېكټرېټ پرانستې دستورې ته خپله وېنا كښې وكړې۔ ده ووئيل وزیراعظم محمدنواز شریف د آزاد کشمیر تعمیر او پرمختګ كښې دلچپسي لري او د چيئرمېن په توګه ئې آزاد كشمير كونسل درې بجټ خپل پاس كړي۔ ده په دې موقع د وزیراعظم محمد نواز شریف لخوا ملګرو ملتونو كښې د كشمير كشاله په ښه ډول رامخې ته كړې او په مقبوضه كشمير كښې ئې د هندي پوځ لخوا د بشري حقونو د خلاف ورزيو نه پرده پورته كړې كومې چې د آزاد كشمير اولس مننه كړې۔ده ووئيل محمد نواز شریف عمومي اسمبلۍ ته خپله وېنا كښې څلور ځله وېنا كړې او د كشمير د اولس د حقونو ئې بشپړه ترجماني كړې ۔ ده ووئيل پاكستان به د كشميريانو سياسي٬ اخلاقي او سفارتي مرسته روانه ساتي ۔ په دې موقع د كشمير او ګلګت بلتستان چارو سېكتر د سېكټرېټ په ودانۍ بريفنګ وركړو۔ دستوره كښې د آزاد كشمير كونسل غړو پروېز اختراعوان، اختر پروېز اعوان او د مختار عباسي نه علاوه د آزاد كشمير حکومت د مواصلاتو وزير چوهدري محمد عزیز او نورو چارواكو هم ګډون وكړو۔)










