
نيويارك 12 ستمبر (اے پي پي)وزيراعظم محمد نواز شريف وئېلي دي د چين او پاكستان اړيكې د سياسي نه په اقتصادي نوعيت يو بېل پړاؤ ته رسېدلې دي كومه چې د پاكستان لپاره ډېر اهميت لري ٬د چين وزيراعظم په ښكاره ډول ووئيل چين به د پاكستان سره ولاړ وي او په هر فورم به پاكستان لپاره غږ پورته كوي٬مونږ د كشمير په اړه د پاكستان دريځ ته اهميت وركوو٬هيله ده نړيواله ورورولي به هم د كشمير په اړه د پاكستان دريځ ته اهميت وركړي٬مونږ د پاكستان او هند ترمينځه اړيكو ښه كولو كښې تعميري كردار ترسره كولو له چمتو يو۔دواړو لارښودو د دې خيالاتو څرګندونه د عمومي اسمبلۍ 71مې غونډې پھ موقع د شورو په ورځ د ملاقات په مهال وكړه۔د وزيراعظم خارجه سلاحكار سرتاج عزيز٬د وزيراعظم خاص مرستيال طارق فاطمي او خارجه سېكتر اعزاز احمد چوهدري او نورو د وزيراعظم معاونت كولو٬په دې موقع د چين وزيراعظم لي كي چيانګ ووئيل چين به د پاكستان سره ولاړ وي او مونږ د پاكستان مرسته كوو او په هر فورم به د پاكستان لپاره غږ پورته كوو٬مونږ پاكستان كښې د چينائي اهلكارو تحفظ او سلامتيا لپاره د وزيراعظم مننه كوو۔ده ووئيل مونږ د كشمير په اړه د پاكستان دريځ ته اهميت وركوو۔د چين وزيراعظم ووئيل پاكستان پخپله د ترهه ګرۍ ښكار دے٬مونږ هيله لرو چې د پاكستان او هند ترمينځه صورتحال به كړكېچن نه شي٬مونږ د پاكستان او هند ترمينځه اړيكو ښه كولو له تعميري كردار ترسره كولو له چمتو يو۔وزيراعظم محمد نواز شريف د پاك چين په اړيكو د اطمينان څرګندونې سره مقبوضه او جمو كشمير كښې په روانو ظلمونو د چين د بيان هركلے وكړو۔ده ووئيل پاكستان سيمه ايز امن او استحكام له لوظي دے٬مونږ د هر ډول ترهه ګرۍ غندنه كوو٬ضرب عضب عمليات كاميابۍ سره روان دي٬مونږ د پاكستان څخه د ترهه ګرو نېټ ورك ختم كړے٬د ګاونډيانو سره امن زمونږ د وژن برخه ده۔هغه د وزيراعظم لخوا د پاكستان راتږ بلنه هم قبوله كړه۔