وزيراعظم محمد نواز شريف په ټولو مهمو نړيوالو فورمونو د كشمير مسئله پورته كوي

اسلام آباد 21 ستمبر (اے پي پي)خارجه وزارت وياند نفيس ذكريا وئېلي دي د پاكستان مسلم ليګ(ن)حكومت عمر له د كشميريانو د حق خود اراديت بشپړه مرسته كړې٬وزيراعظم محمد نواز شريف په ټولو مهمو نړيوالو فورمونو د كشمير مسئله پورته كوي٬پاكستان د كشمير مسئله په ښه ډول د وړاندې كولو په وجه د ټولې نړۍ پام دا وخت د مقبوضه كشمير وضعې ته راګرځولې۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ د پي ټي وي يو پروګرام كښې خبرو په مهال وكړه۔ده ووئيل كشميريانو د خپلې آزادۍ او حق خود ارادايت لپاره چې كومې قربانۍ وركړې هغه به بې ضائع نه ځي٬وزيراعظم وړاندې هم د كشمير مسئله په نړيواله كچه په ښه ډول وړاندې كړې او اوس به هم د عمومي ا سمبلۍ په غونډه كښې د هغه وېنا د كشمير مسئله وي دغسې د هند رياستي ترهه ګري او په پاكستان كښې لاس وهنه به هم رامخې ته كولې شي دغسې چې نړۍ ته د هند اصلي مخ په ډاګه شي۔د خارجه وزارت وياند ووئيل د هند وزيراعظم نريندرمودي بنګله دېش ته تللو سره د دې خبرې اعتراف كړے چې د ختيز پاكستان ماتولو كښې د هند لاس وو٬ ده ووئېل د هند د استخبارتي ايجنسۍ را ايجنټ كلبهوشن ياديو پاكستان كښې نيولے كېدو او دا اعتراف كول چې هند په پاكستان كښې په ترهه ګرۍ كښې ككړ دے او په كشمير كښې بې ګناه كشميريان شهيدانوي د هند حقيقي مخ نړۍ ته په ډاګه كړے دے