د المان خارجه وزير تركيه كښې د پوځې بغاوت په ناكامولو د ترك اولس ستائنه وكړه

برلن 18 جولائي (اے پي پي) د المان خارجه وزير فرانك والټر شټائن مائر تركيه كښې د پوځې بغاوت په ناكامولو د ترك اولس ستائنه كړې ده ۔د المان ميډيا له مخې خپلې يوې مركه كښې ده ووئيل په تركيه كښې جمهوريت په ځائ ساتلو كښې اولس مهم كردار لوبولې۔ده زياته كړه چې د تركيې اولس او سياسي ګوندونو په دې سخت وخت كښې په ډېر زغم (بردبارۍ) خپل غبرګون څرګند كړې كوم چې د ستائنې وړ دي۔د يادونې وړ ده د تېرې جمعې په شپه په تركيه كښې د پوځي بغاٶت هڅه ناكامه كړې شوه وه