مقبوضه كشمير كښې د شهيد شويو شمېره 44 ته رسېدلې۔ كرفيو ٬ نظر بندي جاري ٬ انټرنېټ ٬ موبائل سروس معطل ٬ كېبل نشريات هم بند

سرینګر ۔ 17 جولائی (اے پی پی) مقبوضه كشمير كښې د هندي ځواكونو دلاسه د يو بل ځوان شهيد كېدو څخه وروستو په اوسنو روانو د ترهه ګرۍ كاروايو په نتيجه كښې د شهيد شويو كسانو شمېره 44 ته رسېدلې۔ د کشمیر میډیا سروس ترمخه مقبوضه سيمه كښې د روانې مياشتې په 8مه نېټه د حزب المجاهدين د اولني صف كمانډر برهان مظفر واني شهيد كېدو څخه وروستو انتفاده پېل شوې۔ د هندي عسكرو په پرامن مظاهرچيانو د ډزو په نتيجه كښې شوكت احمد ملك نومې ځوان شهيد شوے۔ دې څخه وروستو د شهيد شويو شمېره 44 ته رسېدلې۔ د هندي ځواكونو د ناترڅه ډزو په نتيجه كښې تر دې دمه د مېرمنو او كوچنيانو په شمول 25 سوه څخه زيات كسان ژوبل شوي دي۔