اسلام آباد 06 اکتوبر(اے پي پي)وزيراعظم محمد شهباز شريف وئېلي دي پاكستان ځوانانو لپاره د وقار لرونكې او كارآمد روزګار موقعې راپیدا كولو په اړه انټرنېشنل ليبر آرګنائزېشن سره خپلې ګټورې شراكتدارۍ ته د قدر په سترګو ګوري٬د پاكستان هنرمند افرادي قوت نړيوال سرټيفكيشن او پيشه وره تربيت په لړ كښې د نړيوال ليبر ماركيټ معيار سره سمولو لپاره د انټرنېشنل ليبر آرګنائزېشن نورې آسانۍ به مرستيالې ثابتې شي۔د …
وزيراعظم سره د انټرنېشنل ليبر آرګنائزېشن ډائرېكټر جنرل ګلبرټ ايف هونګبو سره د پلاوي ملاقات٬پاكستان آئي ايل او سره خپلې ګټورې شراكتدارۍ ته د قدر په سترګو ګوري۔شهباز شريف
اسلام آباد 06 اکتوبر(اے پي پي)وزيراعظم محمد شهباز شريف وئېلي دي پاكستان ځوانانو لپاره د وقار لرونكې او كارآمد روزګار موقعې راپیدا كولو په اړه انټرنېشنل ليبر آرګنائزېشن سره خپلې ګټورې شراكتدارۍ ته د قدر په سترګو ګوري٬د پاكستان هنرمند افرادي قوت نړيوال سرټيفكيشن او پيشه وره تربيت په لړ كښې د نړيوال ليبر ماركيټ معيار سره سمولو لپاره د انټرنېشنل ليبر آرګنائزېشن نورې آسانۍ به مرستيالې ثابتې شي۔د نهې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې د انټرنېشنل ليبر آرګنائزېشن ډائرېكټر جنرل ګلبرټ ايف هونګبو د خپل پلاوي سره وزيراعظم محمد شهباز شريف سره ملاقات وكړو ۔وزيراعظم د انټرنېشنل ليبر آرګنائزېشن ډائرېكټر جنرل تود هركلي كولو سره د پاكستان آئي ايل او ترمينځه قوي مرسته وستائېله۔وزيراعظم ووئيل پاكستان انټرنېشنل ليبر آرګنائزېشن سره خپلې ګټورې شراكتدارۍ په خاص توګه هنر مند قوت او ځوانانو لپاره د پېداواري روزګار موقعې پېدا كولو په اړه مرستې ته د قدر په نظرګوري۔وزيراعظم په خاص توګه د دې امر په ضرورت زور راوړو چې د پاكستان هنرمند افرادي قوت نړيوال سرټيفكيشن او پيشه وره تربيت په لړ كښې د نړيوال ليبر ماركيټ معيار سره سمولو لپاره هم د انټرنېشنل ليبر آرګنائزېشن لخوا نورې آسانۍ به مرستيالې ثابت شي۔ده ووئيل د نړيوالو لوظ نامو او تقفاضو له مخې حكوت د قامي افرادي قوت خېرښېګړې٬تحفظ او پيشه وره پرمختګ لپاره موثر اقدامات كوي۔وزيراعظم ووئيل د صنعتي پرمختګ٬پیداواري استعداد او زمونږ د ليبر ماركيټ مسابقتي صلاحيت زياتولو لپاره حكومت سمال اينډ ميډيم انټرپرائزز ډويلپمنټ اتهارټي( سميډا)بيا د سره فعاله كړی ده ۔ده په دې زور راوړو چې انټرنېشنل ليبر آرګنائزېشن سره لا قوي مرسته او تعميري روابط د سميډا اقدامات لا موثره كولو كښې مهم كردار ادا كولې شي۔انټرنېشنل ليبر آرګنائزېشن ډائرېكټر جنرل ګلبرټ ايف هونګبو په ملاقات د وزيراعظم مننه وكړه۔ډائرېكټر جنرل پاكستان سره په ګډه د هېواد افرادي قوت تحفظ٬پيشه وره پرمختګ او خوشحالۍ لپاره شريكې هڅې د مخ په وړاندې بوتللو خوښي څرګنده كړه ۔ډائرېكټر جنرل د آئي ايل او او سمندر پورې پاكستانيانو او د بشري وسائلو پرمختګ وفاقي وزارت ترمينځه مثبت رابطه كاري هم وستائېله ۔ګلبرټ ايف هونګبو پاكستان كښې د حكومت٬آجرين او ملازمين سره د انټرنېشنل ليبر آرګنائزېشن د پرله پسې مرستې پخلې كولو سره د افرادي قوت پرمختګ او صنعتي پیشرفت لپاره شريكې هڅې روانه ساتلو له د عزم څرګندونه وكړه ۔ملاقات كښې د انټرنېشنل ليبر آرګنائيزېشن ډائرېكټر جنرل سره سينئر صلاحكار هيتومي ناكاګومے او پاكستان كښې د آئي ايل او كنټري آفس ډائرېكټر ګير تهامس ټونسل هم موجود وو۔د سمندر پورې پاكستانيانو او بشري وسائلو پرمختګ وفاقي وزير چوهدر سالك حسين٬د وزيراعظم خاص مرستيال سيد طارق فاطمي٬لنډ مهاله خارجه سېكرټري نبيل منير٬ايمپلائرز فيډرېشن آف پاكستان صدر مجيد عزيز٬آئي ايل او ګورننګ باډۍ ډپټي ممبر(وركرز)محمد سعد او اعلٰی حكومتي چرواكو ملاقات كښې شريك وو۔











