د حكومت په هيلتھ كيئر سيكټر كښې انقلابيګامونه ٬ د “ون پيشنټ٬ ون آئي ډي”منصوبه ډېره  زر د فعالولو پريكړه٬شناختي كارډ نمبر به د رنځور ميډيكل ريكارډ نمبر وي

  اسلام آباد 06 اکتوبر(اے پي پي)وفاقي حكومت په هېواد كښې د علاج معالجې نظام په جديد ډول سمولو  او د سپيځلتيا ودې لپاره د "ون پيشنټ٬ ون آئي ډي"منصوبه په سمدستي توګه د  فعالولو پريكړه كړې ده۔د دې نوې نظام ترمخه د وګړي قامي شناختي كارډ نمبر به د هغه د مستقل او منفرد ميډيكل ريكارډ نمبر ګڼلے كيږي۔دا مهمه پريكړه د انفارمېشن ټېكنالوجۍ او ټيلي كميونيكيشن وفاقي وزيرې …

 

اسلام آباد 06 اکتوبر(اے پي پي)وفاقي حكومت په هېواد كښې د علاج معالجې نظام په جديد ډول سمولو  او د سپيځلتيا ودې لپاره د “ون پيشنټ٬ ون آئي ډي”منصوبه په سمدستي توګه د  فعالولو پريكړه كړې ده۔د دې نوې نظام ترمخه د وګړي قامي شناختي كارډ نمبر به د هغه د مستقل او منفرد ميډيكل ريكارډ نمبر ګڼلے كيږي۔دا مهمه پريكړه د انفارمېشن ټېكنالوجۍ او ټيلي كميونيكيشن وفاقي وزيرې شزه فاطمه خواجه او د روغتيا وفاقي وزير مصطفٰی كمال په شريكه مشرۍ كښې د يو اعلٰی كچ جائزه غونډې په مهال وشوه چې پكښې په منصوبه تراوسه د شوي پېشرفت تفصيلي جاج هم واخستلے شو ۔په غونډه كښې د وزيراعظم خاص هدايات په رڼا كښې د “وڼ پيشنټ”ون آئي ډي”سسټم تندۍ سره  په عملي كولو  د آئي ټي وزارت او روغتيا وزارت ترمينځه د همكارۍ تګلاره ترسره شو ه ۔په غونډه كښې د رنځور ټول طبي ريكارډ به بيلو روغتونونو كښې جلا جلا فائلونو په ځاے اوس نيغ په نيغه د يو شناختي نمبر سره په ډيجيټل توګه منسلك كولې شي۔د دې جديد سسټم په سبب كوم هم روغتون ته منتقلۍ يا د ايمرجنسي په صورت به علاج كونكي ته د رنځور پخوانۍ طبي هسټري٬تشخيص٬داروګان او ټيسټ رپورټس سمدستي او په آسانۍ ترلاسه شي۔په دې موقع د آئي ټي وفاقي وزيرې شزه فاطمه خواجه ووئيل  ټېكنالوجي او د روغتيا څانګه به د علاج معالجې نظام سپيځلے٬مخفوظ او  د نړيوال معيار له مخې جديد كولو كښې كليدي كردار ادا كوي۔په غونډه كښې د منصوبې تكنيكي معيار٬كاركردګي او ډيټا سپيځلتيا باوري كولو لپاره د سسټم د خپلواكه تهرډ پارټي ريويو كولو رسمي پريكړه هم وشوه۔

مزید خبریں