ټورنټو 06 اکتوبر (اے پي پي) د كاناډا سکيورټي انټيليجنس رپورټ له مخې د هند لخوا د كاناډا په كورنيو چارو كښې د لاس وهنې شواهد ترلاسه شوي دي۔ د کشمير ميډيا سروس له مخې د کينيډين سکيورټي انټيليجنس رپورټ كښې انکشاف شوے دے چې هند د كاناډا په كورنيو چارو كښې ككړ دے او د كاناډا په کميونټيز او جمهوري عمل كښې مداخلت كوي٬ د غېر ملکي ميډيا …
د هند د كاناډا په كورنيو چارو كښې د لاس وهنې شواهد تر لاسه شول ٬ په استخباراتي رپورټ كښې انکشاف
ټورنټو 06 اکتوبر (اے پي پي) د كاناډا سکيورټي انټيليجنس رپورټ له مخې د هند لخوا د كاناډا په كورنيو چارو كښې د لاس وهنې شواهد ترلاسه شوي دي۔ د کشمير ميډيا سروس له مخې د کينيډين سکيورټي انټيليجنس رپورټ كښې انکشاف شوے دے چې هند د كاناډا په كورنيو چارو كښې ككړ دے او د كاناډا په کميونټيز او جمهوري عمل كښې مداخلت كوي٬ د غېر ملکي ميډيا له مخې د استخباراتي ادارې په رپورټ كښې وئيلي شوې دي هند راتلونكي كال كښې په كېدونكو ټولټاكنو كښې د مداخلت هڅې كوي٬ هندي چارواكي، سفارت کار او د انټيلي جنس سروسز اهلكار مداخلت كوي٬ د هندي سفيرانو بې دخلۍ نه وروستو اوس پراکسي ايجنټس او تنظيمونه فعال دي۔ نوے ډيلے هند نژاد کينيډين ميډيا او سوشل ميډيا هم استعمالوي٬ د سکھ فار جسټس لارښود ګرپتونت سنګھ پنوں ميډيا سره په خبرو كښې ووئيل کينيډين سيکيورټي انټيلي جنس سره د هندي مداخلت شواهد موجود دي٬ د لبرل پارټي غړي دانيال ابراهيم وېنا ده چې كاناډا او هند اوس د وړاندې په څېر نه دي پاتې۔ د كاناډا وزيراعظم مارك کارني په تېره اوونۍ كښې نيويارك ټائمز سره په مركه كښې ووئيل د هرديپ سنګھ نجر په وژلو كښې هند ملوث دے٬ چې شواهد ئې هم موجود دي











