د منصوبه بندۍ، ترقۍ و خاص  اقدامات  وفاقي وزير احسن اقبال د ایس سي او ډیجیټل ګورننس او  مصنوعی ځېركتيا نیټ ورک جوړولو لپاره وړاندېز

  اسلام آباد۔15ستمبر  (اے پي پي) د منصوبه بندۍ ، ترقۍ و خاص اقدامات  وفاقي وزير احسن اقبال د شنګھائي مرستې تنظیم (ایس سي او) غړو هېوادونو تر مينځه  د ډیجیټل ګورننس او  مصنوعي ځېركتيا  څانګو كښې  د مرستې زياتولو لپاره د ایس سي او ډیجیټل ګورننس او د مصنوعي ځېركتيا نیټ ورک جوړولو وړاندېز وركولو سره وئېلي دي  د دې نیټ ورک د لارې به  د غړو  حکومتونو ، …

 

اسلام آباد۔15ستمبر  (اے پي پي) د منصوبه بندۍ ، ترقۍ و خاص اقدامات  وفاقي وزير احسن اقبال د شنګھائي مرستې تنظیم (ایس سي او) غړو هېوادونو تر مينځه  د ډیجیټل ګورننس او  مصنوعي ځېركتيا  څانګو كښې  د مرستې زياتولو لپاره د ایس سي او ډیجیټل ګورننس او د مصنوعي ځېركتيا نیټ ورک جوړولو وړاندېز وركولو سره وئېلي دي  د دې نیټ ورک د لارې به  د غړو  حکومتونو ، سول سروس اکیډمیو ،  پوهنتونونو، تحقیقي ادارو ، ټیکنالوجي مرکزونو او د شخصي  څانګو پوهانو  ته د يو بل د تجربو څخه د ګټې پورته كولو موقعه په لاس ورشي ۔وفاقی وزیر ارومچي كښې تابيا د  شنګھائي مرستې  تنظیم د ډیجیټل اکانومي فورم  په موقع ډیجیټل ګورننس او د  تربیي  په اړه  موضوعاتي فورم ته خاص خطاب کښې ووئېل  د  پرمختګ او  بدلون بل پراؤ به يوازې د نظام تر ډیجیټل كولو محدود نه وي بلکې ښه ډیجیټل ګورننس جوړول دي ۔ ده ووئېل د ډیجیټائزیشن مطلب  د اوسنے حکومتي کار په آن لائن منتقل کول دي  او په ډیجیټل ګورننس كښې  د حکومت د كار كولو  طریقه د وګړو ضروریات، ډیټا تر مخه په ښه نتيجه بدلېدې شي   ۔احسن اقبال ووئېل کاغذي نظام  يوازې په کمپیوټر منتقل کول حقیقي بدلون نه دے ، مونږ له به  د محكمو مرکز جوړولو په ځاے  وګړي په مرکز كښې ساتل وي ، ده ووئېل جلا جلا  ډیټا نظامونه به خپلو كښې پېوست كول وي او په  حکومتي پرېكړو كښې به د ډیټا او  جدید ټیکنالوجۍ كارول زياتول وي ۔

 

 

 

 

مزید خبریں