اسلام آباد۔15ستمبر(اے پی پی)د خزانې او محصولات وزير مملكت بلال اظهر كياني وئېلي دي حكومت د سوداګرې ورورولۍ په مشاورت سره د آسان ټيكس سكيم معارفي كړے د كوم مقصد چې د ټيكس بار پورته كوونكو كسانو شمېره كښې زياتوالے ٬ د ټيكس بنياد كښې پراختيا او د ټيكس وصولو كښې زياتولے كول دي٬ د سوداګرو او دكاندارانو جائز مسائل او تحفظات هم حل كوو۔د نهې په ورځ جي …
د آسان ټيكس سكيم مقصد د ټيكس وركوونكو شمېره زياتول ٬د ټيكس په بنياد كښې پراختيا او ټيكس وصولو كښې زياتوالے كول دي۔د خزانې وزير مملكت ميډيا سره خبرې

مزید خبریں
اسلام آباد۔15ستمبر(اے پی پی)د خزانې او محصولات وزير مملكت بلال اظهر كياني وئېلي دي حكومت د سوداګرې ورورولۍ په مشاورت سره د آسان ټيكس سكيم معارفي كړے د كوم مقصد چې د ټيكس بار پورته كوونكو كسانو شمېره كښې زياتوالے ٬ د ټيكس بنياد كښې پراختيا او د ټيكس وصولو كښې زياتولے كول دي٬ د سوداګرو او دكاندارانو جائز مسائل او تحفظات هم حل كوو۔د نهې په ورځ جي نائن فور كښې وړو دكاندرانو لپاره د آسان ټيكس سكيم له مخې د ګرين پليټس نصب كولو په موقع ميډيا سره خبرو كښې وزير مملكت ووئيل آسان ټيكس سكيم د حكومت او سوداګرو استازو په مشاورت جوړ كړے شوے د كوم مقصد چې يو داسې عملي نظام وضع كول دي كوم څخه چې رياست ته د ټيكس په بنياد كښې پراختيا او د وصولو په صورت كښې ګټه ورسي او دكاندارانو ته هم سهولت او د هغوي جائز مسئلې حل كړې شي۔وزير مملكت ووئيل نن په ابتدائي توګه 50 ګرين پليټس جاري كړې شوي٬دا پليټس كوم يو لويې ښار يا تر صوبې محدود نه بلكې د هېواد بيلو سيمو سره تعلق لرونكو دكاندرانو ته وركړی شوي٬كراچي٬لاهور٬ پېښور٬مردان٬دادو٬ پاكپتن٬بهاؤلپور او سكهر پشمول بيلو ښارونو څخه وړو دكاندارانو په دې سكيم كښې برخه اغستې ده۔وزيرمملكت ووئيل د حكومت د پېل څخه دا مقصد ؤ چې د هېواد ګوټ ګوټ څخه واړه دكاندران په دې سكيم كښې شامل شي او په ابتدائي پړاؤ كښې دې مقصد پلو پېشرفت شوے ۔تراوسه نزدې پنځه زره دكانداران د ايپ د لارې رجسټرډ شوي او د رجسټرېشن او فائلنګ ټاكلې شوې موده اوس هم شته۔وزيرمملكت د سوداګرې ورورولۍ د استازو مننې كولو سره ووئېل دوي په خلوص٬نيك نيتۍ او عزم سره د حكومت لارښوونه كړې او عملي ستونزو په ګوته كولو سره يې داسې سكيم جوړولو له مرسته وكړه كوم چې د زمكيز حقائقو له مخې وي۔










