وفاقي حكومت به د خېبرپښتونخوا پرمختګ او د صوبې د اولس ښېګړی لپاره خپل كار روان ساتي۔وزيراعظم

  اسلام آباد۔15ستمبر(اے پی پی)وزيراعظم محمد شهباز شريف وئېلي دي وفاقي حكومت به د خېبرپښتونخوا پرمختګ او د صوبې اولس خېرښېګړی لپاره خپل كار روان ساتي۔د نهې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې ده د دې خيالاتو څرګندونه د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي سره په خبرو كښې كړې چا چې د وزيراعظم سره ملاقات كولو ۔د ملاقات په مهال د صوبې په …

 

اسلام آباد۔15ستمبر(اے پی پی)وزيراعظم محمد شهباز شريف وئېلي دي وفاقي حكومت به د خېبرپښتونخوا پرمختګ او د صوبې اولس خېرښېګړی لپاره خپل كار روان ساتي۔د نهې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې ده د دې خيالاتو څرګندونه د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي سره په خبرو كښې كړې چا چې د وزيراعظم سره ملاقات كولو ۔د ملاقات په مهال د صوبې په مجموعي سياسي حالات٬امن او امان٬ او  د شريكې خوښې په چارو په تفصيلي توګه د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔وزيراعظم د دې خبرې پخلے وكړو چې وفاقي حكومت به د خېبرپښتونخوا پرمختګ او د صوبې اولس خېرښېګړی لپاره كار روان ساتي۔په ملاقات كښې د وفاق او صوبې ترمينځه په همغږۍ او  د اولس مسئلو حل لپاره په لا هڅو زور راوړلے شو ۔په ملاقات كښې د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير انجينئر امير مقام او د سياسي چارو خاص مرستيال رانا ثناﺀالله هم موجود وو۔

مزید خبریں