اسلام آباد 15 ستمبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي سره د لبنان خپل همڅنګ احمد الحجار وليدل ، په دې موقع دوه اړخيزه امنيتي مرسته ٬ د ترهګرۍ مخنيوي او د شريكو اړيكو په استحکام جامع خبرې وشوې۔ د لبنان داخله وزير د كورنيو چارو وزارت ته په راتګ محسن نقوي د دوي تود هركلے وكړو او د دې نه وروستو د دواړو وزيرانو …
وفاقي وزير محسن نقوي سره د لبنان خپل همڅنګ وليدل٬ امنيت او د ترهګرۍ مخنيوي پشمول بېلو څانګو كښې مرستې زياتولو ته اتفاق

مزید خبریں
اسلام آباد 15 ستمبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي سره د لبنان خپل همڅنګ احمد الحجار وليدل ، په دې موقع دوه اړخيزه امنيتي مرسته ٬ د ترهګرۍ مخنيوي او د شريكو اړيكو په استحکام جامع خبرې وشوې۔ د لبنان داخله وزير د كورنيو چارو وزارت ته په راتګ محسن نقوي د دوي تود هركلے وكړو او د دې نه وروستو د دواړو وزيرانو ترمېنځه ون آن ون او بيا د پلاوي په كچه خبرې وشوې٬ په خبرو كښې د ترهګرۍ، د نشه اي توكو قاچاق، غير قانوني اميګريشن، مني لانډرنګ او د سائبر کرائمز موثره مخنيوي لپاره شريكې همكارۍ ته پراختيا وركولو له صلاح يوه شوه٬ دواړو هېوادونو د ترهګرو او ډرګ مافيا مخنيوي لپاره انټيلي جنس شيئرنګ مضبوطولو له د عزم پخلے وكړو او د پوليس اکيډميز او ټريننګ پروګرامز لپاره يې د شريكې مرستې٬ سيمه ايز صورتحال او په منطقه كښې تل پاتې امن لپاره د پاکستان په هلو ځلو هم خبرې وكړې۔ دواړو ډلو د وزارتونو ترمېنځه شريكې مرستې ته ودې وركولو لپاره زر تر زره په يو مفاهمتي ياددښت لاسليك كولو او دوه اړخيزه مرسته زياتولو لپاره په رسمي توګه د فوكل پرسن مقرر كولو پرېكړه وكړه۔ وفاقي وزير محسن نقوي د لبنان خپل همڅنګ دوره خوشبينې ګرجولو سره دا هيله څرګنده كړه چې دا پيشرفت به د دواړو هېوادونو ترمېنځه د مرستې نوے پړاٶ وګرځي۔ په دې موقع د لبنان وزير احمد الحجار په پاکستان كښې د زړه پورې مېلمستيا مننې كولو سره ووئيل لبنان پاکستان يو ورور هېواد ګڼي او شريكې ګټې م، په خاص توګه د داخلي امنيت څانګه كښې د يو بل تجربو څخه د بشپړې ګټې پورته كولو خواهش لري۔ په دې موقع وزير مملکت طلال چوهدري، داخله سيکرټري داخله، د نادرا چيئرمېن، د اېف آئي اے ډي جي، د اے اېن اېف ډي جي ، آئي جي فيډرل کانسټيبلري، نيشنل کوآرډينيټر نيکټا، ډي جي پاسپورټس اينډ اميګريشن، د اسلام آباد چيف کمشنر، آئي جي پوليس، د نيشنل فرانزك ايجنسۍ ډي جي ، سپيشل سيکرټري او ايډيشنل سيکرټريز داخله پشمول لوړ پورو ګډون كولو۔










