د نائب وزيراعظم اسحاق ډار او د ملګرو ملتونو سيکرټري جنرل چوكۍ لپاره كانديد رافيل ګروسي تر مينځه د منطقې په بدلېدونكي وضعه د خيالاتو څرګندونه

  اسلام آباد 15 ستمبر (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار او د آئي اے اي اے ډائريکټر جنرل او د ملګرو ملتونو سيکرټري جنرل چوكۍ لپاره كانديدي سفيرې رافيل ګروسي د منطقې په بدلېدونكې وضعه د خيالاتو څرګندونه كړې ده ۔ د نهې په ورځ د خارجه دفتر لخوا  د جاري بيان له مخې  دواړو مشرانو د ټېلي فوني تماس د لارې په …

 

اسلام آباد 15 ستمبر (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار او د آئي اے اي اے ډائريکټر جنرل او د ملګرو ملتونو سيکرټري جنرل چوكۍ لپاره كانديدي سفيرې رافيل ګروسي د منطقې په بدلېدونكې وضعه د خيالاتو څرګندونه كړې ده ۔ د نهې په ورځ د خارجه دفتر لخوا  د جاري بيان له مخې  دواړو مشرانو د ټېلي فوني تماس د لارې په دې خبره اتفاق وكړو چې تاٶ تريخوالي كښې كمي لپاره په  اسلام آباد مفاهمتي ياددښت (اېم او يو) عملدرآمد ښه  لاره ده٬رافيل  ګروسي په ضرورت رامخې ته كېدو په دې لړ كښې د تکنيکي معاونت وړاندېز وكړو۔ نائب وزيراعظم د ملګرو ملتونو منشور و مقاصد او اصول مخ په وړاندې بوتللو او د نړيوال قوانين او لوظنامو احترام لپاره د پاکستان د مستقل عزم پخلے وكړو او نړيوال امن او د پرمختګ تګلاره كښې يې د ملګرو ملتونو د نظام په اهميت هم رڼا واچوله۔ ده د ملګرو ملتونو د سيکرټري جنرل چوكۍ لپاره كمپائن كښې د رافيل  ګروسي لپاره د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔

مزید خبریں