اسلام آباد 15 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف برآمدي صنعتونو لپاره د جديد ټيكنالوجۍ، تحقيق او جدت ته د ودې وركولو امر سره وئيلي دي د پاكستان څيزونه نړيوال معيار سره سمولو٬ د معيار انشورنس نظام موثره كول او نړيوال معيار و په ضوابطو بشپړ عملدرآمد باوري كولو لپاره دې موثر اقدامات وكړے شي، په برآمدات كښې ويليو ايډيشن ته دې خاص پام وكړے شي دغسې …
د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې د هېواد برآمدات زياتولو او د معاشي پرمختګ رفتار ګړندي لپاره غونډه

مزید خبریں
اسلام آباد 15 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف برآمدي صنعتونو لپاره د جديد ټيكنالوجۍ، تحقيق او جدت ته د ودې وركولو امر سره وئيلي دي د پاكستان څيزونه نړيوال معيار سره سمولو٬ د معيار انشورنس نظام موثره كول او نړيوال معيار و په ضوابطو بشپړ عملدرآمد باوري كولو لپاره دې موثر اقدامات وكړے شي، په برآمدات كښې ويليو ايډيشن ته دې خاص پام وكړے شي دغسې چې د پاكستانو څيزونو په نړيوال ماركيټ كښې قدر او مسابقت دواړه زيات شي۔ د نهې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې دا خبرې وزيراعظم محمد شهباز شريف په خپلعه مشرۍ كښې د هېواد برآمدات زياتولو او د معاشي پرمختګ رفتار تندولو په اړه د جاج اغستو غونډه كښې وګرې چې پكښې نائب وزيراعظم و خارجه وزير محمد اسحاق ډار، وفاقي وزيرانو رانا تنوير حسېن، جام كمال خان، ډاكټر مصدق مسعود ملك، احد خان چيمه، محمد اورنګزيب، د وزيراعظم سلاحكار هارون اختر، وزير مملكت بلال اظهر كياني او د اړوند ادارو اعليٰ افسرانو ګډون كولو۔ په غونده كښې برآمدات ته ودې لپاره په منظور شوي ستراتېژك ټګلاره د عملدرآمد په پېشرفت بريفنګ وركړے شو او تر نوو منډيانو رسنه، د برآمدي څانګو په نړيواله كچه مسابقتي صلاحيت ښه كولو ، د برآمدي څانګو تپراختيا، د څيزونو معيار كښې ښه والي او د كاروباري سهولت كارۍ په اړه د بېلو تجويزونو جاج واخستلے شو۔ وزيراعظم ووئيل په برآمدات كښې زياتوالے دې د هېواد د معاشي ترقۍ بنياد جوړ كړے شي او روايتي څانګو سره سره نورې څانګې دې هم په نړيوال ماركيټ كښې برآمدات لپاره رامخې ته كړې شي، تجارت متنوع كولو لپاره زياتې څانګې او صنعتونه دې په برآمدي هلو ځلو كښې شامل كړے شي، د پاكستان څيزونو معيار د نړيوال معيار سره سمولو٬ د معيار انشورنس نظام موثره كول او نړيوال معيار او په ضابطو بشپړ عملدرآمد باوري كولو لپاره دې موثره اقدامات وكړے شي۔ وزيراعظم ووئيل په برآمدات كښې ويليو ايډيشن ته دې خاص پام وكړے شي دغسې چې د پاكستانو څيزونو په نړيوال ماركيټ كښې قدر او مسابقت دواړه زيات شي۔ وزيراعظم امر وكړو چې برآمدي صنعتونو لپاره دې جديد ټيكنالوجي، تحقيق او جدت ته وده وركړې شي، د هېواد معيشت جديد تقاضو سره سمولو لپاره دې ډيجيټلائزيشن او جديد ټيكنالوجۍ څخه بشپړه استفاده وكړې شي، اېكسپورټرز ته رامخې ته انتظامي او كاروباري خنډان دې لرې كړې شي او برآمدي عمل دې لا آسان ٬ تند او سپېځلے كړے شي۔ غونډې ته ووئيل شول تر نړيوال بازار د پاكستانو څيزونو زياتولو لپاره يو شمېر دوست هېوادونو سره فري ټريډ ايګريمنټ او په رعايتي بيعه د تجارت لوظنامو لپاره اقدامات كوٶ، پاكستاني هارټيكلچرل مصنوعات په برآمدات كښې شاملولو لپاره اقدامات كوٶ، پاكستاني سرجيكل او ميډيكل آلات و برامدات لپاره د نړيوال روغتونونو ټينډرز اور پروكيورمنټ كښې د پاكستان ايكسپورټرز د ګډژن ډاډګيرنه كوٶ، نړيوالې كمپنۍ د پاكستانو څيزونو نه خبرولو لپاره ټيكسپو ، هيلتھ انجينئرنګ اينډ منرلز شو، فوډ اينډ ايګريكلچر او د نورو څانګو په اړه نندارتونونه د هېواد په بېلو ښاريو كښې كولې شي، په برآمدات كښې جدت ته وده وركولو لپاره انټيليكچؤل پراپرټي قوانين د حاضر وخت تقاضو سره په سمولو كار روان دے، د ايكسپورټ ډويلپمنټ فنډ د تنظيم نو عمل بشپړ شوے او د اي ډي اېف لخوا كاروباري ورورولۍ لپاره د سهولت په حواله اقدامات روان دي ۔










