اسلام آباد ۔ 15 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د بارانونو نه ځپلو سيمو كښې په سړكونو او پلونو د ټرافېك روانه ساتلو لپاره او د مرستې سامان ورسولو په اړه اړوند محكمو ته د رابطو زياتولو سپارښتنه كړې ده۔ د نهې په ورځ د وزيراعظم دفتر مېډيا ونګ نه جاري بيان تر مخه وزيراعظم شهباز شريف سره د نېشنل ډيزاسټر منېجمنټ اتهارټي (ايم ډي ايم …
بارانونو څخه ځپلو سيمو كښې د هر ممكنه آسانيو وركولو لپاره ټول تر لاسه وسائل پكار راولۍ ٬ د وزيراعظنم شهبازشريف چيئرمېن اين ډي ايم اے ته سپارښتنه

مزید خبریں
اسلام آباد ۔ 15 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د بارانونو نه ځپلو سيمو كښې په سړكونو او پلونو د ټرافېك روانه ساتلو لپاره او د مرستې سامان ورسولو په اړه اړوند محكمو ته د رابطو زياتولو سپارښتنه كړې ده۔ د نهې په ورځ د وزيراعظم دفتر مېډيا ونګ نه جاري بيان تر مخه وزيراعظم شهباز شريف سره د نېشنل ډيزاسټر منېجمنټ اتهارټي (ايم ډي ايم اے) چيئرمېن لفټېننټ جنرل انعام حېدر ملك ملاقات وكړو٬ جنرل انعام حېدر ملك وزيراعظم ته په اوسنو پشكال بارانونو او د سيلابي صورتحال مقابلې له په كړو انتظامات برېفنګ وركړو۔ وزيراعظم په دې مهال سپارښتنه وكړه چې د بارانونو نه ځپلو سيمو كښې اولس ته د هر ممكن رېليف وركولو لپاره تر لاسه ټول وسائل پكار راولئ٬ وزيراعظم د بارانونو په مهال په سړكونو او پلونو د ټرفېك روانه ساتلو او د مرستې سامان رسولو په اړه اړوند محكمو ته د رابطو زياتولو هم سپارښتنه وكړه۔ چېئرمېن اين ډي ايم اے ووئېل د وزيراعظم په امر د كړو پېشګي انتظامات له امه اړوند ادارې به د پشكال سېزن كښې د موثره ګامونو سره په ښه ډول نګراني هم كوي۔ دغس ېچيئرمېن د روان پشكال متوقع رحجان او د صوبو او ادارو تر مينځه په شريكه مرسته د روانو مجموعي انتظاماتو نه هم وزيراعظم خبر كړو۔ وزيراعظم ووئېل په هېواد كښې هر چرته د كوم بېړني موسمي صورتحال تر مخه ټولې اړوند ادارې دې د ژغورنې او رېليف لپاره چمتو اوسيږي










